شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ايراني استخباراتو يو کس پېژندلی او نيولی، چې د اسرائيلي رژيم استخباراتي ادارې «موساد» پورې یې تړاو درلود او د لاریون کوونکو په منځ کې یې په پټ ډول فعالیت کاو.نوموړي کس د خپلو اعترافونو په یوه برخه کې د جذب، روزنې او له موساد سره د تړلو کسانو سره د اړیکو د څرنګوالي یادونه کړې ده.هغه زياته کړې، چې په ټولنیزو شبکو لکه انسټاګرام او ټیلیګرام کې به یې هغه کسان پېژندل چې فعالیت او لایکونه یې لرل او وروسته به یې هغوی ته کلک ملاتړ ورکوه او لا فعاليت ته به یې هڅول. نوموړي زياته کړې، چې د اسرائيلي رژيم له استخباراتو څخه یې مستقيم لارښوونه اخيسته.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026