
راپورونه وايي، اسلام اباد ته له امريکا سره د مذاکراتو په موخه تللی ایراني پلاوي د ټرمپ مرستیال جي ډي وینس او د هغه ټیم ته اجازه نه ورکوي چې له دوی سره انځورونه واخلي.
سرچينو د ايراني پلاوي له قوله ويلي، چې له انځورونه نه اخیستو سربېره به د دوی ترمنځ مستقیمې خبرې اترې هم ونه شي او دواړه ډلې به په جلا خونو کې د پاکستان پوځي رژیم په منځګړیتوب مذاکرات مخکې يوسي.
تر دې وړاندې د ايران د مذاکراتي ټیم غړي باقر قاليباف ويلي و، چې په ښې ارادې خبرو ته حاضر شوي؛ خو په امريکا هېڅ باور نه لري.

