الجزيرې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ايران قضائيه قوې د محسن لنګر نشين په نوم يو ايرانی وګړی چې له تېرو دوه کلونو راهیسې یې په ايران کې د اسرائيلو استخباراتي ادارې موساد ته پراخ لوژستيکي، تخنيکي او عملياتي ملاتړ برابر کړی وو، پرون چهارشنبه اعدام کړی.
سرچينې ويلي، پر نوموړي يو مهم تور دا وو چې هغه په ۲۰۲۲ کال کې د ايران د اسلامي انقلاب د ګارډ ځواکونو د يوه لوړپوړي افسر سيد خدايي په وژنه کې لاس درلوده.
پر دغه لوړ پوړي ايراني افسر دوه موټر سايکل سپرو ډزې کړې وې او هغه وخت د يادې پېښې پړه اسرائيلو پر غاړه اخيستې وه.
د ايران حکومت همدا راز ويلي چې ياد جاسوس په خپلو جرمونو اعتراف کړی وو.