Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»ايران ته د محقق سفر؛ له ظاهري پوښښ تر پټو اهدافو- لنډه کتنه
    راز

    ايران ته د محقق سفر؛ له ظاهري پوښښ تر پټو اهدافو- لنډه کتنه

    صابر افغانصابر افغان3 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څو ورځې وړاندې د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق ايران ته د مهاجرينو د ستونزو د حل تر پوښښ لاندې سفر درلود، دا سفر چې په ظاهر کې د ملي مقاومت شوری له ادرسه او په ايران کې د مهاجرینو د مشکلاتو د حل په نوم اعلان شوی و؛ څو پټ اهداف او ابعاد يې لرل چې هندوکش غږ د خپلو کره منابعو څخه د لاسته راغلو دقيقو معلوماتو په اساس ورته لنډه کتنه کوي.

    لومړی دا چې د محقق له لوري دغه سفر ايران ته د مقاومت شوری د رهبري غړي او د دعوت ګوند د مشر سياف د هغه سفر په وړاندې يو رقابتي سفر او يو ډول غبرګون و، چې څو مياشتې مخکې ترسره شوی و، په ياد سفر کې سياف د ايراني لوري سره د افغانستان د سرپرست حکومت سره د خبرو او مذاکراتو د زمينه سازۍ او منځګړيتوب غوښتنه کړې وه او ايراني لوري هم ورته شين چراغ ورکړی و، چې د ياد نظر او غوښتنې سره په مقاومت شوری کې له اول سره د محقق او يونس قانوني حلقې خپل مخالفت پیل او د دې لپاره يې د شوری د غړو تر منځ پټ کمپاينونه پيل کړل، په شوری کې د محقق او قانوني له لوري داسې پلان ونيول شو تر څو په يو مناسبه طريقه د شوری نور غړي ايران ته د يو هيئت د ليږلو په اړه قانع کړي تر دې چې د محقق له لوري د ترتيب شوي پلان په اساس په شوری کې د يونس قانوني څخه په استفادې ايران او پاکستان ته د مهاجرينو د ستونزو په اړه د يادو هيوادونو سره د خبرو لپاره د سفر موضوع رامنځ ته کړه، له اوږدو مشورو وروسته پلان ونيول شو تر څو دواړو هيوادونو ته د مقاومت شوری له ادرسه هيئتونه سفر ترسره کړي، چې همداسې وشول او له مخکې د ترتيب شوي پلان مطابق محقق ظاهراً د شوری په استازيتوب ايران ته سفر ترسره کړ خو په اصل کې دا سفر د سياف د مخکې ترسره شوي سفر او پلانونو د بې اثره کولو او کم رنګه کولو لپاره د يونس قانوني سره يوه بريالۍ هماهنګ شوې هڅه وه.

    دوهم دا چې محقق د ايران سره په بلوچستان کې د بلوچ قوم د نفوس او شمير د کمولو، په بلوچستان کې د بلوچ قوم د اقليت کولو او پر ځای يې د هزاره قوم د ميشت کولو يوه ګډه پروژه لري چې د دې سفر يوه مهمه موخه هم همدا وه، د هندوکش غږ د کره سرچينو د معلوماتو په اساس د دې پروژې عملي تطبيق د ميکانيزم په اړه د ايراني لوري او محقق تر منځ اوږده بحثونه او پټ توافقات ترسره شوي دي.

    دا چې محقق د پاکستان د استخباراتي سازمان آی ایس آی سره د جاسوسۍ يوه اوږده مخينه لري او پاکستان ته د تيرې مارچ مياشتې او هلته د آی ایس آی سره په ليدنو او توافقاتو کې يوه مهمه برخه يې په ايران او سيمه کې د پاکستاني استخباراتو لپاره کار او د هغوی د نظر وړ معلوماتو راټولول وو، نو د ايران سره د دې ګډې پروژې او فرصت څخه اوس محقق د ايران لپاره په بلوچ مېشتو سيمو کې د هزاره ګانو د ځای پر ځای کولو سربيره غواړي له دې لارې په ايران او په ځانګړي ډول د بلوچستان په سرحدي ولايت او سيمو کې د پاکستان لپاره هم خپل خلک او جاسوسان ځای پر ځای کړي.

    خو دا چې محقق به په يو وخت کې د ايران، پاکستان او د مقاومت شوری سره د داسې يوې پيچلې لوبې په کاميابه ډول ترسره کولو بريالی شي او که نه؟ د افغانستان د فراري سياسيونو، ملوثې سياسي او جاسوسي سابقې ته په کتلو بعيده بريښي، مګر دا چې د سيمې او نړۍ استخباراتي سازمانونه د خپلو لويو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د ابزار په توګه استفاده وکړي.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان له زندانونو ۴۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
    راتلونکي مقاله اوکراين په لومړي ځل د روسیې پیاوړې سوخو-۳۰ جنګي جېټ الوتکه رانسکوره کړې

    مربوطه لیکنې

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائيلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 مارچ 2026

    د اسرائیل پر عراد سیمې د ایران توغندیز برید ۲۲۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    المیادین د اسرائیلي رسنیو له قوله راپور ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین پر «عراد»…

    سپوټنیک: امریکا له ایران سره جګړه کې په ورځني ډول شاوخوا یو میلیارد ډالر لګښت کوي

    22 مارچ 2026

    سوډان کې پر یوه روغتون برید ۱۵۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    22 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسرائیل پر عراد سیمې د ایران توغندیز برید ۲۲۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    22 مارچ 2026

    سپوټنیک: امریکا له ایران سره جګړه کې په ورځني ډول شاوخوا یو میلیارد ډالر لګښت کوي

    22 مارچ 2026

    سوډان کې پر یوه روغتون برید ۱۵۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    22 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،126 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.