Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»ايران ته د محقق له سفر وروسته د احمد مسعود بېړنی سفر؛ اصلي موخه څه وه؟
    راز

    ايران ته د محقق له سفر وروسته د احمد مسعود بېړنی سفر؛ اصلي موخه څه وه؟

    صابر افغانصابر افغان16 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    وروسته له هغه چې د مقاومت شوری د رهبرۍ غړی محمد محقق د يوه هيئت په رأس کې ايران ته سفر وکړ، د مقاومت په نوم د قومي او فاميلي جبهې مشر احمد مسعود هم په يوه بېړني؛ خو رقابتي سفر ايران ته ولاړ او هلته يې د ايراني چارواکو، د سپاه پاسداران د مسؤولينو او په ايران کې د مقاومت په نوم جبهې له غړو او ځينو ځايي مسؤولينو سره وکتل.

    هندوکش غږ د خپلو کره او باوري سرچينو څخه د ياد سفر او ليدنو جزئيات ترلاسه کړي چې ښيي، احمد مسعود ايران ته د محقق له سفر څخه زيات اندېښمن و، نو ځکه يې په بېړني ډول د محقق له بيرته ګرځېدو سره سم ايران ته سفر وکړ.

    د هندوکش غږ لخوا د تر لاسه شویو معلوماتو په اساس احمد مسعود ايران ته د محقق د سفر او د ايراني چارواکو سره د نوموړي د ليدنو په اړه ايرانيانو ته سخت اعتراضات وړاندې کړل. نوموړي له ايراني چارواکو او د سپاه له مسؤولينو سره په لیدنو کې، د هغه لسګونه زره امريکايي ډالرو د نغدي مرستې په اړه هم سخت غبرګون ښودلی او اعتراض يې وړاندې کړی، کوم چې په تېر سفر کې د ايرانيانو لخوا محقق ته ورکړل شوي وو.

    سرچينه زياتوي چې ايراني چارواکو که څه هم احمد مسعود ته ډاډ ورکړ چې له محقق سره يې ليدنې ډيرې عادي او تشريفاتي وې او هيڅ ډول کوم خاص توافق ورسره نه دی شوی، خو احمد مسعود بيا هم په تکراري ډول ايراني مسؤولينو ته د موضوع په اړه خپل حساسيت څرګند کړ.

    سرچينه زياتوي چې احمد مسعود د دې سفر په ترڅ کې د ايران مشهد ښار ته هم تللی او هلته يې د اسماعيل خان، حضرت علي او ځينو نورو مسؤولو کسانو سره د يادې موضوع او تازه جرياناتو په اړه خصوصي ناستې کړې دي.

    د احمد مسعود لخوا دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د تيرې اپريل مياشتې په وروستيو کې د مقاومت په نوم شوری له اوږدو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې د محقق په مشرۍ ايران ته يو هيئت د مهاجرينو د ستونزو په پوښښ کې ايران ته واستوي، که څه هم دا سفر په مقاومت شوری کې هم له داخلي په ځانګړي ډول د سياف له مخالفت سره مخ و. خو د مقاومت په نوم جبهه چې اوس مهال په مقاومت شوری کې سمبوليک عضويت لري په قصدي ډول په ياد سفر او د هيئت په ترکيب کې له پامه غورځول شوی و او په ايران کې هم د مقاومت جبهې هيڅ لوړ پوری مسؤول لکه اسماعيل خان او حضرت علي چې دوی هم د مقاومت شوری غړيتوب لري؛ په جريان کې اچول شوي نه وو، په دې اړه د احمد مسعود د ذکر شوي اعتراضي او رقابتي سفر سره سره د مقاومت شوری غړي او احمد مسعود ته نږدې کس حضرت علي په خصوصي ډول د مقاومت شوری په ځانګړي ډول يونس قانوني ته په سختو ټکو کې خپل اعتراض وړاندې کړی او دا يې په ښکاره ډول د خپلو ځانونو او مقاومت جبهې سپکاوی بللی.

    د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د مقاومت جبهې او مقاومت شوری چې زياتره يې پخواني ناکام سياستوال دي؛ تر منځ اختلافات خپل اوج ته رسېدلي چې په وروستي پرمختګ کې مقاومت جبهې او د صلاح الدين په مشرۍ جمعيت ګوند د يادو سياستوالو له ملي مجمع سره هم پرېکون وکړ، ورپسې د محقق لخوا په ملي مجمع کې د مقاومت جبهې او احمد مسعود يو نږدې او وفادار کس عنايت الله طوفان هم د ځينو مخالفتونو په اساس له مجمع څخه اخراج شو.

    مخکینۍ مقالهمولوي اميرخان متقي راتلونکې اوونۍ ايران او چين ته سفر کوي
    راتلونکي مقاله د موردوویا له ولسشمر سره د ملا عبدالغني برادر لیدنه؛ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 21 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    احمد مسعود بهرنیو هېوادونو ته د زاریو په لړ کې یو ځل بیا په فرانسه…

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025

    د ایران په قم او خوزستان ولایتونو کې ۷۶ کسان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    مولوي ذبیح الله مجاهد: ‏د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګنډ په موخه چمتو شوی

    21 جون 2025

    د ایران په قم او خوزستان ولایتونو کې ۷۶ کسان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،962 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،894 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،888 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.