پاکستاني رسنیو تازه د هغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، ایران د پاکستانيانو څه باندې ۱۰ زره پاسپورتونه بلاک کړي دي.
د دُنیا په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ۱۰ زره ۵۰ تنو پاکستاني اتباعو پاسپورټونه ایراني چارواکو د قاچاق، غیر قانوني استوګنې، افراطیت او نشه یي توکو د کارونې په تور د ۵ او ۷ کلونو لپاره بلاک کړي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو سعودي عرب او يو شمېر نورو هېوادونو کې هم د زرګونه پاکستاني وګړو پاسپورټونه د غير قانوني کړونو د ترسره کولو له امله بلاک شوي دي.