
سپوتنيک اژانس د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي له قوله ویلي، چې له بهرنیو فشارونو سره سره، د دې هېواد اټومي تاسیسات په چټکۍ سره فعالیت کوي.
اسلامي زیاته کړې، چې هغه کسان چې د اسرائیل وروستيو بریدونو کې وژل شوي، د اټومي ادارې کارکوونکي نه، بلکې په نورو څېړنیزو پروژو بوخت وو.
د هغه په خبره د امريکا او اسرائيل په بريدونو کې د ايران د اټومي تاسیساتو د فعالیت په برخه کې هېڅ ډول کموالی نه دی راغلی او تاسيسات له کوم زیان پرته په خوندي ډول خپل فعاليت پرمخ وړي.
نوموړي همدا راز ټينګار کړی، چې دا مهال ايران کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې هېڅ پلټونکی نشته دی.

