اکانومېک ټایمز راپور ورکړی، چې پاکستان د سعودي عربستان د مخالفت له امله پر سوډان د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او جنګي جېټ الوتکو د پلور تړون ځنډولی دی.

راپور زیاتوي، چې سعودي عربستان په مستقیمه توګه له پاکستاني چارواکو د دغه تړون د لغوه کېدو غوښتنه هم کړې ده.

ویل شوي، سعودي عربستان چې ظاهراً د پاکستان متحد بلل کېږي دا پرېکړه د لوېدیځو هېوادونو په مشوره افریقا کې له روانو جګړو د لرې کېدو لپاره کړې ده.

د اکانومېک ټایمز د راپور له مخې، پر دې سربېره له لیبا سره د پاکستاني وسلو او الوتکو د پلور څلور میلیارد ډالري تړون هم له ګواښ سره دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version