Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ایا د کډوالۍ مسئله له افغان کډوالو سره پر ضدیت او غیر انساني اقداماتو حل کېدلای شي؟
    لیکني

    ایا د کډوالۍ مسئله له افغان کډوالو سره پر ضدیت او غیر انساني اقداماتو حل کېدلای شي؟

    صابر افغانصابر افغان5 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ويلي وو، که چیرته زه د ایران ولسمشر شوم او ټاکنې مې وګټلې، افغان کډوال به له هیواده بهر کړم؛ نوموړي له ورایه د افغان کډوالو لپاره خپل دريځ روښانه کړی و.

    اوس پوښتنه دا مطرح کېږي چې ایا د کډوالۍ مسله له افغان کډوالو سره پر ضدیت، دېوالونو جوړولو او غیر انساني اقداماتو حل کېدلای شي؟ په همدې تړاو د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سید رسول موسوي هم وایي، د کډوالۍ مسله له افغان کډوالو سره پر ضدیت، په پولو کې د دېوالونو په جوړولو او غیرې انساني اقداماتو نه شي حل کېدلای.

    پورته ذکر شوې څرګندونې موسوي په داسې حال کې کړي چې، په دا وروستیو ورځو کې له افغان کډوالو سره د ایران له لوري د ناوړه چلند ګڼ راپورونه خپاره شول، موسوي پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې همدا راز لیکلي، ترڅو چې بېوزلي وي، مهاجرت او کډوالي به وي، ځکه چې کډوالي یوه نړۍواله ستونزه ده.

    موسوي ایران ته په خطاب کې ویلي، لا تر اوسه حکومتونه په دې نه دي توانیدلي، چې د دېوالونو په جوړولو، د کډوالۍ پرضد پر سختو/جدي پالیسیو او له کډوالو سره د غیرې انساني سلوک په وسیله دا ستونزه حل کړي.

    ایران تازه له افغانستان سره پر پوله د ۳۰۰ کیلومتره، دېوال جوړولو چارې پیل کړي، ویل کېږي چې دا دېوال له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې ۳۰۰ کیلومتره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري؛ د دغه دېوال د جوړولو هدف د دوی په خبره د امنیت د لا ټینګښت، د مخدره موادو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوی دی.

    ایران چې ځان د افغانانو نږدې دوست او ملګری ګڼي، په دا وروستیو کې یې په لسګونه افغان کډوال په دار ځړولي دي؛ دوستي، ملګري، ګاونډيتوب او خواخوږي به همدې ته وایي چې د دوی له لوري پر افغان کډوالو ترسره کېږي؟د معلوماتو پر بنسټ ایران کې اوس مهال (۷۰۰۰) افغانان په بېلابیلو نومونو زندان ته اچول شوي، دا لا څرګنده نه ده چې څومره کسان د دې له جملې په اعدام محکوم شوي دي؟ د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ سږ کال په روان (۱۴۰۳) کال په څلورو میاشتو کې (۱۴) افغانان اعدام شوي.

    هغه چې ځان د بشر د حقونو مدافعین ګڼي چېرته دي؟ ولې د ایران پر وړاندې خپل غږ نه پورته کوي، چې د بشر حقونه تلف شوي، بشریت ته په سپکه کتل کېږي؟

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهله امریکا به بیا کومه جبهه زيږي؟!
    راتلونکي مقاله دشتې لیله له سرو وینو تر سپینو مالګو!

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جولای 2025

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د کېیف او مسکو ترمنځ د سولې درېیم…

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    22 جولای 2025

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،923 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.