Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ایا پان اسلامیزم یو ځل بیا ممکن دی؟!
    لیکني

    ایا پان اسلامیزم یو ځل بیا ممکن دی؟!

    عمران آغاعمران آغا3 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل وطنمل

    کله چې سیدجمال الدین افغان د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ پر مهال له افغانستان تبعید شو هندوستان ته ولاړ، دغه مهال هندوستان د انګریزي سامراج مستعمره وه، افغان سید د هند خلکو ته د ازادۍ مفکوره ورکړه، کله به چې ډلې ډلې هندوستانیان د افغان سید هرکلي ته راتلل د ده لومړنۍ توصیه به همدا وه چې د انګرېزانو په وړاندې ودریږي او هندوستان له اشغاله ازاد کړي.

    هندوستانیانو به ویل چې موږ د انګرېزانو معادل قوت نه لرو څه ډول به مقاومتونه وکړای شو؟ افغان سید به له یو مکث وروسته ورته وویل: که تاسې خدای جل جلاله مسخه کړي او له تاسې چنګښې جوړې شي ستاسې چیغې به هم د ګلیدستون ماڼۍ وخوځوي. (ګلیدستون د انګلستان د هغه وخت لومړی وزیر و).

    کله چې حکومتي حکامو خبر ترلاسه کړ چې افغان سید دلته خلک بغاوتونو ته هڅوي نو څلورویشت ساعته ضرب الاجل یې ورکړ چې د هندوستان له خاورې ووځي.

    سیدجماالدین افغان له هندوستان څخه د سفر موزې پښو ته واچولې مصر ته لاړ، څه موده هلته و، مصر کې هم استعماري ادارې د ده له شتونه په تنګ راغلل، له هغه ځایه یې هم اخراج کړ، بیا ترکیې ته لاړ هلته سلطان عبدالحمید ورته د کور ترتیب برابر کړ، افغان سید په دربار کې د رسوخ خاوند و، نو عروة الوثقی تر نامه لاندې یې یو نشریه رامنځ ته کړه او هڅه یې دا وه چې د ارلاسلام کې له شرقه تر غربه مسلمانان باید یو وي، د دوی درد، غم او ښادي باید سره مشترکه وي.

    په یو روایت چې د پان اسلامېزم مفکورې د ده سر ته هغه وخت راکډه وکړه، کله چې نوموړي د حج د فریضي د اداء کولو لپاره د بیت الله شریف زیارت وکړ.

    هلته یې ټول مسلمانان ولیدل چې په یوه جامه کې د خدای جل جلاله کور کې راټول شوي، نوموړي ته دا سوچ ولوېد چې دا کار خو ممکن دی چې موږ مسلمانان یو قوت شو یعنې دارالحرب او دارلکفر دوه راکاږلي خطونه دي او مسلمانان باید په خپل خط ودرېږي.

    د ده جریده هم چې عروة الوثقی نومیده د تړل شویو کړیو په معنی ده، یعنې د زنځیر حلقې یو له بل سره پیوند دي، دا هم د پان اسلامیزم معادل لغت دی. (د دې معنی دا راوځي چې مسلمانان د زنځیر د کړیو په څېر یو بل سره وصل او په تماس کې).

    په اغلب ګومان افغان سید د پان اسلامیزم د مفکورې الهام د حضرت محمد صل الله علیه وسلم د حجة الوداع له خطبې الهام اخیستی وي.

    د رسول اکرم صل الله علیه وسلم وروستۍ خطبې قومي، سمتي، لساني او ملیتي پولې ونړولې او و یې ویل چې تور په سپین او سپین پر تور، عرب په عجم او عجم په عرب کوم فضلیت او برتري نه لري؛ خدای جل جلاله ته د نږدیکت راز په تقوا کې رانغښتی دی؛ د فضلیت معیار یوازې او یوازې تقوا ده.

    د حماس د سیاسي دفتر د مشر په شهادت چې ما د اسلامي نړۍ د مشرانو غوسه ولیده، د دوی غمرازي مې ولیده او د شهید هنیه غایبانه جنازې مې ولیدې چې د اسلامي نړۍ رهبرانو ادا کړې، دا راته جوته شوه چې مسلمان په یوې خطې کې سره راټول شوي او یو ځل بیا د پان اسلامیزم بوی حس کېږي.

    د دې مفکورې د ځپلو لپاره انګرېزانو هیوادونه پر پولو وویشل، ملګرو ملتونو کې یې د دې برخه لپاره ځانګړې اداره رامنځ ته کړه، د اسلامي نړۍ په هېوادونو کې یې متنازعه کرښې وټاکلې، ترڅو مسلمانان سره په خپلو کې اړم شي چې اړم سره اړم شول؛ وېزې او پاسپورټونه شروع شول ملتونه یې سره وپاشل ان د بیت الله زیارت هم له ویزې او پاسپورټ پرته محال او ناممکن شو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه ټول هېواد کې د موټرو جواز یا لايسنس برېښنايي کېږي
    راتلونکي مقاله پروان کې د یو باب ښوونځي ودانۍ جوړه شوې

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 مې 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې…

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.