Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ایا په غیر اسلامي هېوادونو کې اسلامي نظامونه او خلافتونه جوړول په سوال و زاریو ممکن دي؟
    لیکني

    ایا په غیر اسلامي هېوادونو کې اسلامي نظامونه او خلافتونه جوړول په سوال و زاریو ممکن دي؟

    صابر افغانصابر افغان1 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    په افغانستان کې د حزب التحریر پلویانو یو ځل بیا د خلافت د اعادې خبره راپورته کړې ده؛ دوی چې په عدم تشدد یا له جهاد او جګړې پرته د ازادۍ په اخیستلو او اسلامي حکومتونو جوړولو باور لري، په خپل اویا کلن تاریخ کې یې تر اوسه له شعارونو، لیکنو او ټولنیزو رسنیو کې له هشټاګونو چلولو پرته د خپلو موخو ترلاسه کولو له پاره عملاً کوم د پام وړ کار نه دی کړی.

    دوی په شلمه پېړۍ کې په دې تمه وو چې د عربي نړۍ د سیکولرو او کمونستو حکومتونو پر ضد به په غونډو او شعارونو بریالي شي، خو په بشپړ ډول ناکام شول.

    تحریریان و نه توانېدل چې په خپل اویا کلن تاریخ کې یو ځل هم قدرت ترلاسه کړي؛ د دوی لوی مشکل دا دی چې نه لکه د اخوان المسلمین او نورو اسلامي ګوندونو په څېر په انتخاباتي او سیاسي مبارزو باور لري او نه لکه د طالبانو او نورو جهادي ډلو په څېر په جګړه باور لري.

    دوی په دې نظر دي چې ټولو حکومتي او غیر حکومتي خلکو ته تبلیغ وکړي او هغوی په سوال او زاریو خلافت منلو او اعلانولو ته چمتو کړي، خو دا کار په هیڅ ځای او هیڅ وخت کې عملي نه دی.

    یوه خبره واضحه ده چې په اشغال شویو هیوادونو، سیکولرو او غیر اسلامي نظامونو کې اسلامي نظامونه او خلافتونه جوړول په سوال و زاریو، عدم تشدد او غیر سیاسي مبارزو نه راځي.

    اوس چې په افغانستان کې ا.ا واک ته رسېدلی او د یو بشپړ اسلامي نظام جوړېدو په لور ګامونه اخلي، تحریریان په کې د ورانۍ او فساد اراده لري؛ دوی په افغانستان کې له لسیزو وروسته رامنځته شوی ثبات له ستونزو سره مخ کوي او ټوله هڅه یې دا ده چې افغانستان ته په کورني او بهرني سیاست کې ستونزې جوړې او کمزوری افغانستان له ګاونډیانو او نړۍ سره په ستونزه کې ښکېل کړي.

    که رښتیا هم تحریریانو مبارزه کولای او د یو اسلامي خلافت د اعادې هیله یې درلودلای، نو دوی په عربي هیوادونو کې د مبارزې له پاره ښه میدان او فرصت درلود او کولای یې شول چې هلته مبارزه وکړي، خو نه! دوی هلته د اخوان پر ضد او برعکس روان وو او خلک یې غولول او اوس په افغانستان کې د ا.ا پر ضد تبلیغات کوي او د بې ثباتۍ او فساد جوړولو هڅې کوي.

    حزب التحریر ته زما شخصي مشوره دا ده او دا ورته په خیر تمامېدلای شي چې له تبلیغاتو او فساد جوړولو لاس واخلي او ا.ا پرېږدي چې خپل کارونه پر مخ یوسي.

    مخکینۍ مقالهمېلر د شر او فساد ډلې ته په اشارې؛ امريکا نور په افغانستان کې د جګړې ملاتړ نه کوي
    راتلونکي مقاله غور کې د يوې پېړۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.