د بلوچ فعالانو کمپاین د خبر له مخې د بلوچستان سبز کوه سیمه کې ایراني او پاکستاني جنګي الوتکو مشترک هوایي بریدونه کړي. د یادې سرچینې د خبر له مخې دا بریدونه پاکستانې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته تر سره شوي دي.
د راپور له مخې د یادو بریدونو په ترڅ کې د سبزکوه « نُکُر، پروم، گر » سیمې بمبارد شوي دي.
همدارنګه په يادو سيمو کې د ډرون او راکټي بريدونه خبر هم ورکول شوی، چې له امله يې د درنو چاودنو غږونه په لریو پرتو سیمو کې هم اورېدل شوي دي.
بلوچستان کې لوړپوړي پاکستاني چارواکي جان اڅکزي د پېښې پښلی کړی او پر خپلې «X» پاڼې یې لیکلې چې، د بلوچستان پوځي ځواکونو له ایراني ځواکونو سره په ملتیا د سبزکوه پر ځینو سیمو راکټي بریدونه کړی چې له امله یې یو شمېر ترهګرو او قاچاقچیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
بله خوا د ایران د سپاهپاسداران رسنیو هم ویلي، چې دغه بریدونه په دوو پړاوونو کې تر سره شوي چې په پایله کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.