شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د سترې محکمې له وروستي تائید وروسته، نن سهار د علي اردستاني په نوم د صهیونیستي رژیم د استخباراتي شبکې «موساد» عملیاتي جاسوس په دار وځړول شو.د راپور له مخې، اردستاني د ټولنیزو رسنیو له لارې له موساد سره اړیکه نیولې وه او د ډیجیټلي اسعارو په بدل کې یې د یادې استخباراتي شبکې لپاره بېلابېل ماموریتونه ترسره کول.سرچینه زیاتوي، چې نوموړي د موساد د افسرانو په لارښوونه په ایران کې له یوه مشخص هویت لرونکي کس سره کتنې درلودې او راټول شوي معلومات، انځورونه او ویډیوګانې به یې ورته سپارلې.د یادونې ده چې ایران څه موده وړاندې د عقیل کشاورز په نوم یو بل تن هم صهیونیست رژیم ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی و.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026