د ننگرهار ځايي چارواکي وايي، په جلالاباد کې د ایران کونسلگرۍ د وروستي توپان له زیانمن شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې مرسته کې ۱۰۰۰ بورۍ اوړه، ۱۰۰۰ بوشکې پینځه لیتره غوړي او ۱۰۰۰ توڼې لس کیلويي نرۍ وریجې شاملې دي او د وروستیو پېښو زیانمن شوو کورنیو ته به ورکړل شي.
د ننگرهار مرستیال والي سعید احمد بنوري ویلي، تر دې دمه زيانمنو شوو کورنيو سره اسلامي امارت او خيريه بنسټونو کافي مرستې کړي او ډېر ژر به مرستندويه ادارو له لوري نورې مرستې هم وشي.:«وروستيو ورښتونو له امله د ځاني زيان ترڅنگ په بېلابېلو برخو کې سخت مالي زیانونه اوښتي او ولسونه نورو ډېرو مرستو ته اړتيا لري.»
په جلالاباد کې د ایران د کونسلگرۍ مرستیال بهرام جمالي ویلي، حکومت او خلک يې د ننگرهار په وروستۍ پېښې خواشيني دي او دغه مرسته يې د اسلامي همدردۍ له مخې کړې ده.
د تېرې دوشنبې په ورځ په ننگرهار کې سختو بادونو، توپان، باران او ږلۍ خلکو ته د ځاني زیان سربېره مېلیونونه افغانۍ زیان هم اړولی دی.
پرون د ننگرهار ځايي مسوولینو ویلي وو، د وروستي توپان له امله په دغه ولایت کې تر دوو مېلیارده افغانیو پورې زیان اوښتی دی.
د وروستي توپان له امله د جلالاباد ښار سربېره سرهرود، بټيکوټ، بهسود او نورې سیمې یې سختې ځپلې دي.