Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ایران د کرنې په برخه کې پانګونه کوي
    افغانستان

    ایران د کرنې په برخه کې پانګونه کوي

    صابر افغانصابر افغان22 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت وايي، په کابل کې د هېواد د بېلابېلو ادارو د مشرانو په ګډون یې له ایراني پانګه‌والو سره لیدلي او ایراني پانګه‌والو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې پانګونه کوي. د کرنې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ناسته کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او صنعت د عملي کار او پانګونې په اړه مفصلې خبرې شوې دي. د ایران دکرنې او اقتصاد وزارت مرستیال څرګنده کړه، چې هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره د کرنې، زېر بناوو جوړولو، د بزګرانو د روزنې او د کرنې او مالدارۍ د کارپوهانو په برخه کې کار وکړي. دغه راز یې له افغان سوداګرو څخه وغوښتل، چې د ايران په بندرونو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو او له ايراني خاورې څخه د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې همکاري وکړي. د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس عتیق الله مسلم په دې غونډه کې ویلي، ایران د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې ښه تجربه لري او اړتیا ده چې په ګډه کار وکړو او د یو بل له تجربو ګټه واخلو.:« د خوړو خوندیتوب په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې یوه ګډه مسئله ده، چې موږ کولی شو همکاري وکړو.د اسلامي امارت پالیسي د ټولو هیوادونو لپاره روښانه ده، موږ په کار کې کومه ستونزه نه لرو، تر ټولو مهمه خبره امنیت دی، چې امنیت تامین دی او که د بدیل معیشت په برخه کې کار وکړو، خلک به د نشه یي توکو کرکيلې ته زړه ښه نه کړي. که څه هم اوس مهال د نشه یي توکو کښت صفر دی، که چیرې موږ د هغې په بدیل کار وکړو، نو خلک به په راتلونکي کې دا کښت ونه کړي، موږ په دې برخو کې همکارۍ ته چمتو یو او د ایراني پانګوالو او ایراني حکومت څخه د پانګونې د همکارۍ هیله کوو.» د ایران د کرنې وزارت اجراییوي مدیر همتي د مالدارۍ، کرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ، ښوونې او روزنې، د څارویو د نسل اصلاح او لبنیاتو د پروسس په برخو کې د پانګونې لپاره د ایران د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په دغو برخو کې د عملي کار پیل ته چمتو دي.

    مخکینۍ مقالهد خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ چارې به ډېر ژر پیل شي
    راتلونکي مقاله روسیه: د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو سره د ګوترش ناسته ناکامه شوه

    مربوطه لیکنې

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۷۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    16 مارچ 2026

    تېر یوه کال کې پر نشه‌يي توکو ۲۸۰زره روږدو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

    16 مارچ 2026

    راتلونکې درې ورځې افغانستان کې د پراخو اورښتونو اټکل شوی

    16 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 مارچ 2026

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۷۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې (د حوت له…

    تېر یوه کال کې پر نشه‌يي توکو ۲۸۰زره روږدو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

    16 مارچ 2026

    راتلونکې درې ورځې افغانستان کې د پراخو اورښتونو اټکل شوی

    16 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۷۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    16 مارچ 2026

    تېر یوه کال کې پر نشه‌يي توکو ۲۸۰زره روږدو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

    16 مارچ 2026

    راتلونکې درې ورځې افغانستان کې د پراخو اورښتونو اټکل شوی

    16 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،073 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.