د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر متحده عربي اماراتو ترسره شویو وروستیو بریدونو کې د تهران رول په کلکه رد کړی دي.

د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د ایران وسله وال ځواکونه د امریکا د «شومو اقداماتو» د مخنیوي لپاره دفاعي اقدامات کوي.

تر دې وړاندې د ایران د پارلمان رهبرۍ شوری غړي، روح الله متفکر ازاد د اماراتو ادعاوو ته غبرګون کې ویلي وو، چې دغه هېواد باید له خپلې وړتیا پورته سیاسي او پوځي لوبې ته داخل نه شي.

نوموړي دا هم ویلي، ایران دا وړتیا لري چې د امریکا او صهیونیستي رژیم اقدامات مهار کړي او له همدې امله امارات د دې معادلې مهم اړخ نه ګڼل کېږي.

د اماراتو دفاع وزارت وړمه ورځ ادعا وکړه، چې له ایران څخه پر دغه هېواد بالسټیک توغندي او ډرون الوتکې توغول شوي، خو دوی یې مخنیوی کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version