د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز کلېپ کې ویلي؛.چې د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی تر څو په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت او افغانستان ته یې د لېږدولو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
ښاغلي فطرت د خپلو خبرو پر دوام ویلي؛«دا یو ښه ګام دی چې، ایران کې افغان بندیان افغانستان ته انتقال شي او د خپل بند پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي»