د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون پلازمېنه پاریس کې د یوې غونډې پر مهال لبنان کې د بېړني اوربند غوښتنې ترڅنګ له بېروت خپل ملاتړ اعلان کړ.
ماکرون ګواښ کړی، که اشغالګر اسرائیل لبنان کې جګړه ونه دروي ګڼ نور هېوادونه به د اسرائیلو په خلاف د لبنان ترڅنګ ودرېږي.
نوموړي د روانې اکتوبر میاشتې وروستیو کې د لبنان د ملاتړ په موخه د یوه نړېوال کنفرانس د رابللو خبر هم ورکړی دی.
د فرانسې ولسمشر داسې مهال د اسرائیلو په خلاف د لبنان ملاتړ ته ور دانګې چې وړمه ورځ یې د غزې او لبنان په جګړه کې د اسرائیلو له ملاتړه لاس واخیست، چې د نوموړې دې پرېکړې د اسرائیلو لومړي وزیر غبرګون پارولی و.