راپورونه وایي، د بادغیس ولایت ابکمري ولسوالۍ کې یو تن له ګرنیټونو سره نیول شوی دی.
عبدالقدیر چې د عبدالله زوی دی، غوښتل یې چې پرون مازیګر ابکمري ولسوالۍ ته اته دانې ګرنیټونه یوسي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
ګرنیټونو کې څلور روسي او پاتې یې امریکایي دي.ویل شوي چې عبدالقدیر د تیرې ادارې عسکر و او له فتحې وروسته ایران ته تللی و.
عبدالقدیر څو ورځې وړاندې له ایرانه راستون شوی و او اوس یې شر و فساد کول غوښتل، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.