
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر شیخ نداء محمد ندیم په بادغیس پوهنتون کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر مهمو پروژو د چارو پرانیسته کړې.
د یاد وزارت په وینا، په دې پروژو کې د پوهنتون حلقوي سړکونو، جومات، احاطوي دېوال جوړولو سربېره د یو شمېر نورو چارو ترسره کول شامل دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي ندیم بادغیس ولایت ته د خپل سفر پرمهال په لویې راټولېدنې کې ګډون کړی او هلته یې د علم پر اهمیت له ټینګار سربېره محصلین دیني او عصري زدهکړو ته هڅولي دي.