لیکوال: دوکتور فضل ربي فضلي
د بغاوتګرو یوه ګناه دا ده چې شرارت کوي او شر خوروي، چې د دوی له شر او فساد څخه نور مسلمانان خوندي نه وي؛ د پېغمبر صلی الله عليه وسلم حدیث دی چې فرمایي: هغه څوک کامل مومن نه دی چې بل مسلمان یې د لاس او ژبې له ازاره په امن کې نه وي.
د شر او فساد لارویان په شرارت کې نوم لري، د دوی ټول تاریخ له ناخوالو ډک دی، پر افغان ولس یې انتهایي زیات ظلمونه کړي او لا یې کوي، د بېلګې په توګه باید ووایم چې: «دوولس ګرامه ماغزه» په تنظیمي ناخوالو لیکل شوی کتاب دی، چې لیکوال یې لیکي: د میوند په جاده یو څوک روان وو، نو د هغه په غاړه ډېرې ښکلی واسکټ او جامې وې؛ د شر او فساد وسلوالو دا سړی ودراوه واسکټ، جامې او پېزار یې ترې په لویه لار وایستل.
د مظلومو وطنوالو په بې عفتۍ او بې عزتۍ خو دومره ډېرې خبرې دي چې سړي ته یې له لیکلو حیا ورځي، د خلکو لوڼې خو څه چې پیمخي زامن یې هم ترې په زور بېول؛ د جمعیت یو قوماندان په هکله دا خبره مشهوره ده چې هغه ځان ته هلک واده کړی و.
اوس هم په سلګونو داسې ویډیوګانې شته چې دوی پکې پیمخو هلکانو ته د انجونو جامې اغوندي، په پښو کې یې زنګونه تړي او بیا یې نڅوي.
تېره ورځ د امریکا په کانګرس کې پخواني اجورتي قاتل سمیع سادات ویلي چې:«دوی به افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د همجنس بازانو حقوق خوندي کاندي» معنا دا چې په افغانستان کې به هلک هلک ته او انجلۍ انجلۍ ته ودیږي او هم به د نورو ناروا کړنو د کاروبار بازار غوړېږي؛ د دوی په تېر حاکمیت کې لویه لاسته راوړنه دا وه چې په افغانستان کې د HIV کیسونه پیدا شول.
د شر او فساد لارویان یوازې ژوند نه تهدیدوي، بلکې د مسلمانانو عقیده، تاریخ او کلتور مو هم تهدیدوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.