Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان څوک دي؟ (١٩)
    لیکني

    باغیان څوک دي؟ (١٩)

    صابر افغانصابر افغان22 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پر هېواد او ملت باندې د بغاوتګرو زیان او تاوانونه

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د شخصي قوانینو پلي کوونکي:

    هر هېواد د خپل قانون له مخې مشروعیت او نظم لري او د هرې پېښې په وړاندې د ټولنیز توازن او تعادل د رامنځته کولو او تعقیبولو مسؤلیت لري.

    هغه هېواد چې قانون یې تر پوښتنې لاندې راشي او د ټولنې افراد یې ونه مني، ورځ په ورځ د هغه هېواد وضعیت خرابېږي، ګډوډي او هرج‌مرج ورځ تر بلې زیاتېږي، او د هېواد بنسټونه زیانمن کېږي.

    یوازینی حل‌لاره د قانون د پلي کولو لپاره دا ده چې د قانون په تطبیق کې د نورو حالت ته پام و نه شي او ټول یو شان د قانون په وړاندې برابر وګڼل شي.

    په دې توګه یو هېواد د قانون د واکمنۍ له لارې د خلکو او ټولنې په چلند کې نظم او مدیریت کولی شي او د دولت بنسټونه ساتلی شي.

    خو هغه ورځ چې دا چوکاټ مات شي او دا دروازه خلاصه شي، هېواد د وحشي ځنګل په څېر ګرځي او یوازې د زور قانون په کې حاکم کېږي؛ یوازې په دې توپیر چې انسانان پکې ژوند کوي او له هر درنده او وحشي حیوان څخه به په بدتره حالت کې یو بل ښکار کوي او وژني.

    په تېرو څو لسیزو کې افغانستان هم له همدې قانوني او ټولنیز بحران سره مخامخ وو، او قانون یوازې د قانون په کتابونو کې لوستل کېده او تکرارېده.

    په دې کلونو کې افغانستان له یوې خوا له اشغالګرو ځواکونو سره په جګړه او جنګ بوخت وو او له بلې خوا په هغه لنډو دورو کې چې یو څه ارامي او سوله وه، په بېلابېلو تبعیضونو او قانون نه منلو کې ښکېل وو.

    له بده مرغه، لومړۍ ډلې چې له قانون څخه یې سرغړونه کوله او هېڅ ډول احترام یې ورته نه درلود، همدا د شر او فساد لارویان او باغیان وو؛ دوی د ځوانانو او د ځان په شان بې‌خبره او بې‌دینه اوباشانو یوه ډله راټوله کړې وه، او لویې او وړې ډلې یې جوړې کړې وې، او خپله یې قانون جوړاوه او خپله یې د هغې پلي کوونکي هم وو.

    دغه شخصي قوانین یوازې د دې لپاره جوړ شوي وو چې له ملي قانون او اصولو څخه تېښته وکړي او د قانوني تعقیب او څار څخه ځان وساتي.

    باغیانو تل دا غوښتل چې قانون یوازې په نورو باندې چې بې‌وسه او مظلوم دي، په بشپړه توګه پلی شي، او د دوی له خوا رامنځته شوې زیانونه او تاوانونه هم له دې بې‌چاره خلکو څخه اخیستل کېږي.

    دا وضعیت سبب شوی و چې د دې هېواد په فضا کې خفقان حاکم شي، حالت خراب شي، او ژوند یوازې د یوې لږې ډلې ظالمانو او نااهلو لپاره خوندور وي.

    مخکینۍ مقالهپوليسو په بېلابېلو ولايتونو کې د جرمونو په تړاو ۱۴ تنه نيولي دي
    راتلونکي مقاله د هرات پوهنتون کادري روغتون له بيا تجهيز او رغونې وروسته پرانستل شو

    مربوطه لیکنې

    خیالي یووالی؛ سیاسي – تبلیغاتي نمایش او ناکامې هڅې

    25 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026

    د افغانستان د وضعیت بدلون لپاره له پاکستانه د مخالفینو غږ

    21 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 25 فبروري 2026

    خیالي یووالی؛ سیاسي – تبلیغاتي نمایش او ناکامې هڅې

    څو میاشتې وړاندې، له هېواد څخه تښتېدلو سیاسي څېرو تر یوې نمایشي مجازي غونډې وروسته…

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خیالي یووالی؛ سیاسي – تبلیغاتي نمایش او ناکامې هڅې

    25 فبروري 2026

    متقي پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره خبرې کړي

    24 فبروري 2026

    يوناما د پاکستاني رژيم بريد کې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله تاييد کړې

    24 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،108 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،061 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،121 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.