Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان څوک دي؟ (٢٢)
    لیکني

    باغیان څوک دي؟ (٢٢)

    صابر افغانصابر افغان23 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پر هېواد او ملت باندې د بغاوتګرو زیان او تاوانونه!

    د باطلو او ویجاړونکو ډلو ملاتړ کوونکي:

    له هغو اساسي او ژوند‌ اخیستونکو زیانونو څخه چې بغاوت‌ګر یې راولاړوي، د باطلو، ویجاړونکو او افراطي ډلو ملاتړ دی؛ دغه ډلې شوم، ناولي او تور اهداف په ذهن کې لري، او د خپلو ناپاکو اهدافو د پوره کولو په لاره کې هر څه ترسره کوي او له هېڅ شي ډډه نه کوي.

    په حقیقت کې دوی ټول یو دي؛ یعنې دا کسان داسې ډلې او افراد لټوي چې د دوی په څېر وي، یا حتی تر دوی هم بد او پست کارونه وکړي ترڅو د دوی په لویه ډله کې شامل شي.

    دوی ته هدف دا دی چې په هر قیمت سره یو شي او هر ډول چې وي خپل کارونه مخکې یوسي، خو دا ورته مهمه نه ده چې دا یو ځای کېدل به څومره د هېواد او ملت لپاره بدې پایلې ولري او څومره لوی زیانونه او ویجاړتیاوې به رامنځته کړي؛ آن کېدای شي دا د دوی اصلي هدف وي چې خپل هیوادوال او ملت بې‌کوره کړي او له منځه یې یوسي.

    دوی پرته له دې چې ملت او ټولنه په وینو کې ولمبوي او ناامني، بې‌چاره‌ګۍ او ناامیدي ته لمن ووهي، بل څه نه کوي؛ تر دې هم بدتره، دوی دا ډول سوزونکي، خفقان راوړونکي او دردناکه کړنې د حقیقت، صداقت او مبارزې په رنګ کې وړاندې کوي او د یوه ارمان په توګه یې مطرح کوي چې باید ورته ځان قربان کړي.

    یعنې دوی د ظالم او مظلوم ځایونه بدلوي، یعنې ظالم هم ظلم کوي او هم خپل ظلم توجیه کوي چې ګواکې د ټولنې د ثبات، امنیت او اعتدال د راوستلو لپاره ترسره شوی دی، او دا په سلګونو نورو نومونو سره وړاندې کوي.

    په دې منځ کې یواځې هېواد له بنسټیز فرسایش(شړېدو) او اقتصادي وروسته‌پاتېتوب سره مخ کېږي، او ملت هم د زیانونو تاوان له خپلو جیبونو ورکوي او په دې ستونزمنه لار کې هم د ژوند او هم د حیثیت قیمت پرې کوي.

    نو له همدې امله ویلای شو چې هر باطل د بل باطل په جذب پسې ګرځي، او دا چې بغاوت کوونکي د خپلو ناسمو موخو لپاره یو ځای کېږي، دوی ته ډېر ممکن او حتی د خوښۍ وړ دي.

    دا ښکاره ټولنې او د ویجاړونکو جریانونو روښانه ملاتړونه په هېواد کې پرته له دې چې د وینې تویونې او مالي زیانونو اغېزې یادې کړي، د بغاوت کوونکو شوم اهداف څرګندوي او د دوی اصلي څهره ښکاره کوي.

    هرڅومره چې دوی هڅه وکړي خپل ځانونه سپین وښيي، خو د دوی څهره نوره بڼه نه بدلوي او د خلکو اعتماد یې له لاسه ورکړی دی، بلکې په ټولنه کې منفور شوي دي.

    یوازې هغه کسان چې له سالم عقل او روښانه لید څخه بې‌برخې دي، او د ټولنې روښانه حقایق نه ویني، کېدای شي د دوی له خبرو څخه اغېزمن شي او پرته له دې چې حقیقت وویني، قدم واخلي.

    خو د افغانستان شریف ملت اوس حقیقت ته رسېدلی دی او پوهېدلی چې څوک د دې وطن د آبادي او د خلکو د سرلوړۍ لپاره ریښتینې هڅې کوي، او یوازېنی هدف یې دا دی چې د تېر اشغال تورو او تیارو وختونو جبران وکړي، کوم چې وطن یې په ډېرو ستونزو کې ډوب کړی وو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغاني سرې مياشتې اروزګان کې د ۸ زره ناروغانو وړيا درملنه‌ کړې
    راتلونکي مقاله امرالله صالح؛ د نړيوالو جاسوسي سازمانونو جاسوس او د قومي شخړو پياوړی لوبغاړی.

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    د غزې د مظلومیت غږ او هغه نړۍ چې چوپ ده؛ د چوپتیا پر وړاندې اعتراض او ویښېدلو ته بلنه

    30 مې 2025

    له افغانستان څخه تر غزې پورې؛ د ظلم او جنایت پر وړاندې د عدالت چیغه

    30 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 2 جون 2025

    احمدشاه مسعود د تاریخ په پاڼو کې څوک دی او څوک نومول شوی!؟

    احمد شاه مسعود د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو له هغو څهرو څخه دی…

    عدلیې وزارت: ننګرهار کې د حاجي قدیر ښارګوټي په نامه څه باندې ۱۲سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    2 جون 2025

    قومي جګړې ته لمن‌ وهل؛ د جمهوریتي سیاستوالو ناکامې هڅې

    2 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    احمدشاه مسعود د تاریخ په پاڼو کې څوک دی او څوک نومول شوی!؟

    2 جون 2025

    عدلیې وزارت: ننګرهار کې د حاجي قدیر ښارګوټي په نامه څه باندې ۱۲سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    2 جون 2025

    قومي جګړې ته لمن‌ وهل؛ د جمهوریتي سیاستوالو ناکامې هڅې

    2 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،941 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،879 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.