Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان څوک دي؟ (۱۲)
    لیکني

    باغیان څوک دي؟ (۱۲)

    صابر افغانصابر افغان9 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پر هېواد او ملت د بغاوت‌ګرو تاوانونه او زیانونه

    په دې لړ کې مو د بغاوت‌ګرو د پېژندنې او معرفتي ځانګړتیاوو څېړنه وکړه او د دې لارې لوړې او ژورې مو هغو کسانو ته یو څه اسانه کړلې چې د پوهې او پېژندنې غوښتونکي وو، تر څو هغوی وکولی شي په ښه توګه مقابلې ته چمتو شي او له بغاوت‌ګرو سره د چلند طریقه وټاکي.

    په دې یادښتونو کې مو په لنډه توګه لاندې مواردو ته یو څه توضیح او پراختیا ورکړه او اړخونه مو ورته مشخص کړل؛ لکه:

    ۱. د ملت له شتمنۍ څخه ثروت ټولول.

    ۲. بغاوت او سرغړونه.

    ۳. فحشا او منکرات.

    ۴. ویره او وحشت خپرول.

    ۵. ملت ځان ته سپر کول.

    ۶. له واک څخه ناوړه ګټه اخیستل.

    ۷. د غرب ډوډۍ خوړل.

    ۸. د اسلامي نظام پر وړاندې وسله وال پاڅون.

    ۹. او د غرب د پلانونو عملي کوونکي مو وڅېړل.

    دا د بغاوت‌ګرو د ځانګړتیاوو لنډیز دی؛ هر څوک چې ځان په دې دایره کې واچوي او لاسونه او پښې یې پرې ککړې کړي، پرته له دې چې خپل اصلي شخصیت له لاسه ورکوي، د انسانیت او عادي انسانانو د خوی او خصلتونو څخه به بې برخې کېږي.

    اوس هڅه کوم چې د دې یادښت په دوام کې «پر هېواد او ملت د بغاوت‌ګرو تاوانونه او زیانونه» نوي سرلیک سره، ځینې هغه تاوانونه او زیانونه چې د بغاوت‌ګرو له شرارته رامنځته شوي، تاسو ته وړاندې کړم.

    هېله ده چې دا لیکنې لوستونکو ته د بغاوت‌ګرو د پېژندنې او د هغوی د زیانونو په اړه یو څه وضاحت وړاندې کړي.

    یو له بنسټیزو او دایمي تاوانونو څخه د بغاوت‌ګرو شتون او د هغوی ریښې غځول په هېواد کې، او په ځانګړې توګه د هېواد په واکمنه اداره کې دی، دا په پټه خو په اغېزمنه توګه د قوانینو د ګډوډوالي او ریښو د تخریب لامل ګرځي.

    دا چې د شرعي او ملي قوانینو پلي کول ناڅاپه بدلوي او له اصلي مسیر څخه یې باسي.

    دا ناسالم بهیر او کړۍ سبب کېږي چې په دولت کې یوه ثابت او منسجم حالت پاتې نه شي، او هر څوک چې زور، قدرت او پیسې ډېرې ولري او په دولتي سیستم کې ملګري او آشنایان ولري، کارونه یې ژر او په اسانۍ سره پر مخ ځي.

    فرق نه کوي چې د دوی د کار په مخ وړلو کې نورو ته څه تاوانونه رسېږي یا حتی حق یې تر پښو لاندې کېږي.

    همېشه ناپاک عناصر په هر ځای کې داسې ستونزې رامنځته کوي او نورو ته د آرامه او عادلانه ژوند د درلودلو فضا تنګوي، او د هغوی مشروع حقوق سلبوي او د هغوی له کام څخه آرامی اخلي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهداعش او د مقاومت جبهة
    راتلونکي مقاله احمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زېرمو لوټمار!

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 17 مارچ 2026

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر کابل کې د روږدو…

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    17 مارچ 2026

    ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال: روان وضعیت به ډېر ژر افغانستان د يوې بشپړې پیاوړتیا پر لور یوسي

    17 مارچ 2026

    هند کابل کې د روږدو پر روغتون بريد بزدلانه او غير انساني عمل وباله

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.