Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»باغیان څوک دي؟ (۴)
    لیکني

    باغیان څوک دي؟ (۴)

    صابر افغانصابر افغان22 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    طغیان او سرغړونه

    په بغاوت‌ګرو کې تر ټولو بده او ناوړه ځانګړنه طغیان او سرغړونه ده؛ او دا د هر قانون او حکم په وړاندې نه تسلیمېدل او په خپل جهالت ټینګار کول دي.

    طغیان او سرغړونه د بغاوت‌ګرو له خوا د ټولو ناوړه پېښو اصلي عامل دی چې د ملت، خلکو او وطن پر وړاندې یې کوي؛ دا چې ځینې خلک ځانونه یوازې د میدان سړي ګڼي او هیڅ شی او هیڅوک یې مخه نه شي نیولی.

    همدا خام او بې بنسټه تصور سبب شوی چې ورځ تر بلې یې شرارت او فساد زیات شي او د دې اور لمبې یې نور ځایونه وسوځوي او بې شمېره زړونه داغداره کړي.

    ځکه کله چې څوک په داسې مقام کې وي چې له ځان څخه لوړ څوک نه ګڼي او له ایمان، ملي غیرت او ویښ وجدان څخه هم بې برخې وي، نو څنګه به د معجزې تمه ولرو او څنګه به له هغوی څخه د خوښۍ ورځې وغواړو؟!هماغه د هرې کوڅې او بازار نوم آشنایان چې د منبرونو او تربیونونو شاته یې د ملت د حق غوښتنې غږ څو چنده لوړ وو او د وطن دوستۍ او میهن پرستۍ خبرې یې کولې، خو د پردې تر شا یې شرارت غوړېدلی وو او ځمکه او زمان یې له یو بل څخه نه شول جدا کولای.

    هر څوک چې په هر ډول د دوی په وړاندې ودرېدل او د دوی په خلاف خبرې به یې وکړې، لکه د لوږې لیوه او د ځنګلي زمري په څېر به یې هغه او د هغه کورنۍ باندې برید وکړ او په دې خاوره کې به یې ورته ژوند تنګ او ساه اخیستل ناممکن کړل.

    بغاوت کوونکي داسې لیوه صفته او پسه شانه خلک وو چې په ظاهره به یې یو مصنوعي او خندونکی حالت درلود، خو په پټه به یې د تزویر جامې له تن څخه ایستلې او د طغیان او سرکښۍ جامې به یې اغوستې.

    جالبه دا ده چې همدا د شر او فساد خلک او د سرکښۍ او طغیان کوڅې اوسېدونکي، قانون جوړونکي هم وو او د هېواد او نورو چارو واک او اختیار یې په لاس کې وو.

    دا ټول په مجموع کې، د دوی د لا زیات شرارت او نامحدود طغیان لپاره عوامل وو او دوی ځانونه ورځ تر بلې بې‌رحمه او ظالم ښودل.

    خو د ظالم څراغ تر محشر پورې نه بلېږي؛ که و بلېږي، یوه شېبه بلېږي او بیا نور نه بلېږي.

    الحمدلله، اوس هغه د بې‌نظمۍ ورځې هم تېرې شوې دي او د قانون استثنايي او تښتېدلي کسان د اصلاح په لاره راستانه شوي دي او ټول د شریعت او د هېواد د قانون په وړاندې برابر او وروڼه دي.

    دا ټول د الهي عدل د ټینګښت او د خدای احکامو د پلي کولو او د ملت او دولت په شتمنیو کې د طمع نه لرلو برکت دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اروپايي ټولنې شارژدافيره: افغانستان کې وضعيت ښه او پرمختګونه روان دي
    راتلونکي مقاله بغلان ښاروالۍ د دې کال څلور مياشتو کې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

    مربوطه لیکنې

    په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان فعاله دیپلوماسي او د مخالفینو اندېښنې

    13 جنوري 2026

    د فهیم فطرت اندېښنې؛ د څلورو کلونو اختلاف او د کاذب غرور پایله

    12 جنوري 2026

    پنځه روایتونه او واقعیتونه؛ د تبلیغاتي جنګ او فکري برلاسۍ ابزار

    11 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 جنوري 2026

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د ياد سفارت سرکنسل مراد دیکمن د بلخ…

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ترکيه جوزجان کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید فابریکه جوړوي

    13 جنوري 2026

    افغان او قطري چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او روانو سیاسي تحولاتو خبرې کړي

    13 جنوري 2026

    سوډان کې د غوڅ ملاتړ ملېشو پر اکمالاتي کاروان هوايي بريد شوی

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.