لیکوال: مجیب احمد
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
هیڅ لیکلی نه شم، په ذهن مې ډیر بوج راوړ؛ خو نه کېږي، څه ولیکم؟ له کوم ځای یې پیل کړم؟ او کوم الفاظ وکاروم؟ بس د تقدیر فیصلې دي او د مظلوم امت خوار قسمت دی، چې په حساس او سخت وخت کې د میدان سړي نه پکې پاتې کېږي او رخصت اخلي.
زړه ته مې نه لوېږي؛ له نوم سره یې شهید نه شم لیکلی، یوازې د مصعب ابن زبیر د شهادت واقعه راخلم، چې ټول کهول یې د جنګونو او معرکو په میدانونو او د تورو او نیزو تر سیوري لاندې مرګ ته لبیک ووایه او بالاخره دی په غدر شهید کړای شو، په دې واقعه باندې یو څه تسلیت کېږي.
کله چې عبدالله بن زبیر «رضی الله عنه» ته د هغه د ورور مصعب ابن زبیر «رضی الله عنه» د شهادت خبر ورسېد؛ نو ولاړ شو او خلکو ته یې په خطاب کې وویل: ټولې ستاینې هغه ذات لره دي، چې مخلوق او د هغوی ژوند یې په لاس کې دي، چا ته پاچاهي ورکوي او له چا یې اخلي، چا ته یې چې خوښه شي عزت وركوي او څوک بیا ذليل كوي، خو خبردار! د حق لارویان که څه هم یو نفر وي؛ ذلیل به نه شي، شيطان او لارویان یې که لوی لښکرونه هم وي؛ کامیاب به نه شي.
هوکې! موږ ته د مصعب ابن زبیر «رضی الله عنه» د مرګ خبر را رسېدلی، البته هغه څه چې موږ خوشحاله کوي، هغه دا دي، چې د شهادت مرګ یې نصیب شو او هغه څه چې موږ یې غمجن کړي یو، هغه د ده دروند فراق او سخت بیلتون دی، چې د هغه همفکره ملګري له سخت مصیبت او دروند کړاو سره مخ کوي.
خو جمیل صبر او تسلیت تر ټولو غوره پرېکړه او قضاوت دی، که نن مې د مصعب فراق دردوي؛ نو تر دې مخکې د زبیر درد هم دردولی یم، د عثمان د بیلتون درد مې هم څکلی دی، او مصعب نه و؛ مګر یوازې د الله «جل جلاله» د بندګانو ځینې د هغه بنده او زما همڅنګ او مرستندوی و؛ خبردار! د عراق خلک خیانتګر او منافقین دي، هغه یې ور تسلیم کړی او په ټیټه بیه یې وپلوره.
په الله قسم! موږ به د بنو ابي العاص په څیر په خپلو بسترو کې مړه نه شو او په الله قسم! نه له اسلام څخه مخکې او نه په اسلام کې زموږ یو نفر په خپله بستره کې مړ شوی دی، موږ هغه خلک یو چې یوازې د نېزو په پړقاوو او د تورو تر سیوري لاندې مړه کېږو.
په حقیقت کې د نړۍ پاچاهي د هغه لوړ پاچا په لاس کې ده، چې نه د هغه پاچاهي ختمېږي او نه یې واک له منځه ځي، که ماته دا نړۍ مخته کړل شي؛ نو زه به یې هیڅکله قبوله نه کړم، که بیا را نه واخېستل شي؛ نو زه به ورباندې هیڅکله خفه نه شم.