د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د ياد وزارت سرپرست وزیر بامیانو ولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو په ځانګړي ډول د کچالو د پروسس او بسته بندۍ لپاره د یوه ځانګړي سوداګریز مرکز جوړولو خبر ورکوي.
ياد وزارت زياتوي چې له دې سوداګریز مرکز جوړولو یې موخه د کرنیزو حاصلاتو کیفیت لوړول، د سوداګرو غوښتنو سره سم د حاصلاتو بسته بندي کول او له هېواده د باندې د بامیانو کچالو صادرول دي.
کچالو د باميانو ولايت يو له عمده محصولاتو څخه دي چې ډيری اوسېدونکي یې د کچالو کرلو له لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي، او د کروندګرو په خبره باميانو کې د کچالو د پروسس مرکز به د دوی د بازار په ښه والي کې تر ډېره مهمه ونډه ولري.