د راپورونو له مخې د اذربیجان هېواد پلازمېنه باکو د راتلونکې نومبر میاشتې له ۱۱مې نیټې څخه تر ۲۲مې نیټې پورې د ملګرو ملتونو د اقلیم کلني کنفرانس د کوربه توب لپاره خپل چمتووالی بشپړ کړی دی.
د روبټلي خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه کنفرانس کې به د ۵۰ هېوادونو د مشرانو په شمول له ۸۰ زرو څخه ډیر مېلمانه برخه واخلي او د اقليم بدلون په موضوعاتو به بحث کوي.