Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»باګرام د واقعیت په هنداره کې؛ د امریکا د راستنېدو خوب ولې ناکام دی؟
    سیاسي لیکني

    باګرام د واقعیت په هنداره کې؛ د امریکا د راستنېدو خوب ولې ناکام دی؟

    صابر افغانصابر افغان15 جنوري 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د باګرام پر سر شخړې او جنجال یوازې د نن او پرون خبره نه ده، بلکې څو کلونه کېږي چې دوام لري. دغه ځای په شل کلن جمهوریت کې په بشپړه توګه د امریکا په واک کې و او د خپلو سیمه‌‌ییزو سیالانو، لکه روسیې او چین د څارلو لپاره یې کار ترې اخیست.

    په افغانستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو، د امریکایي ځواکونو او د هغوی د مزدورانو په تیښتې سره، باګرام هم د هېواد د نورو سیمو په څېر، په بشپړه توګه د افغانانو لاس ته ولوېد او نور د بهرنیانو د حضور هېڅ نښه پکې پاتې نه شوه.

    که څه هم د امریکا تر وتلو وروسته، په ځانګړې توګه د ټرمپ د واکمنۍ په پیل کې د باګرام د بیا نیولو موضوع د رسنیو د خبرونو د سرټکی شوه او د جمهوریت تښتېدلي یې په عجیبه توګه د افغانستان د بیا اشغال لپاره هیله‌ مند کړل؛ خو د دوی دغه تریخ خوب هېڅکله رښتیا نشو.

    اوس بیا د حلیم فدایي په نوم د جمهوریت یوه تښتېدلي چارواکي چې په څو ولایتونو کې یې د والي په ګډون، مهمې دندې او مسؤلیتونه درلودل، د باګرام اډې د وضعیت په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، چې د خلکو په ګټه ده چې دغه اډه په قانوني توګه امریکا ته وسپارل شي. هغه خبرداری هم ورکړی چې که داسې ونشي، پاکستان به دا تشه ډکه کړي او افغانستان به له دې «لوی فرصت» او نړیوال شراکت څخه ګټه پورته نکړي.

    تر هر څه وړاندې باید د فدایي د خبرو یوه مهم ټکي ته اشاره وشي؛ دا چې وايي په «قانوني توګه»؛ له شک پرته د «قانوني» قید استعمال ښيي چې فدایي، سره له دې چې په شل کلن جمهوریت کې یې مهمې دندې درلودې، اوس په غیرمستقیم ډول مني چې په باګرام کې د امریکا تېر شل کلن حضور قانوني نه و. دغه ادعا په حقیقت کې ښيي چې د همدې کسانو په واکمنۍ کې افغانستان اشغال شوی و؛ دا حقیقت ډېر کم وختونه د داسې کسانو له خولې اورېدل کېږي.

    له شک پرته د بگرام سپارل، که په قانوني توګه وي یا نه؛ په حقیقت کې د بهرنیو ځواکونو لپاره د اشغال دروازه پرانستل دي. ځکه چې اشغال، اشغال دی او په هېڅ قاموس کې ورته د «قانوني» نوم نه دی ورکړل شوی. دغه اصطلاحات د جمهوریت د تښتېدلو چارواکو، د وجدان له تېر ایستلو پرته بل څه نه دي.

    دا ډول پرېکړه په ښکاره توګه د افغان ولس د ارادې په خلاف ده؛ هغه خلک چې شل کاله یې د خپلو ټولو شته امکاناتو په کارولو د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو پر وړاندې مقاومت کړی، ترڅو لوېشت لوېشت خاوره د اشغال له ناولو قدمونو څخه پاکه کړي. اوس پوښتنه دا ده: آیا باګرام د همدې خاورې برخه نه ده چې له دې ټولو زحمتونو او قربانیو وروسته، اشغالګرو ته وسپارل شي؟

    له بلې خوا، کله چې امریکا ته د باګرام د بیا سپارلو خبره د خلکو په ګټه یادېږي، باید څرګنده شي چې نه یوازې د سیاسي چارو پوهان، بلکې عام خلک هم پوهېږي چې په باګرام کې د امریکا حضور د روسیې، چین او ایران تر منځ شخړو ته لاره هواروي، افغانستان یو ځل بیا د جمهوریت د شلو کلونو په څېر، له یو خپلواک هېواد څخه د بهرنیو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدلوي.

    اوس پوښتنه دا ده چې آیا داسې کسان لکه حلیم فدایي، د داسې ساده حقیقت له درک څخه محروم شوي؟ یا دا چې د دې رنګینو شعارونو تر شا د پخوا په څېر شخصي ګټې پرتې دي او غواړي یو ځل بیا د ملت د عامه شتمنیو د لوټ او غلا پر دسترخوان سره راټول شي؟

    په پایله کې باید وویل شي چې باګرام نه د خرڅلاو توکی دی او نه د جمهوریت تښتېدلو کسانو د سیاسي جاه‌ طلبیو لپاره د فشار وسیله. دغه اډه د افغانستان د ملي حاکمیت او عزت برخه ده چې له درنو قربانیو وروسته بیا د افغانانو لاس ته ورغلې، هېڅ سلیم عقل او ویښ وجدان دا اجازه نه ورکوي چې د اشغال ترخه تجربه بیا تکرار شي.

    هو! د خپلواکۍ ساتنه، د لویو قدرتونو له لوبو څخه ځان لیرې ساتل او د هغه ملت د ارادې د درناوي چې د آزادۍ بیه یې ورکړې، یوازینۍ لار ده چې افغانستان له تېرو تیارو او ګران بیه وختونو څخه ژغوري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ابو ظبۍ اتحاد هوایي شرکت افغانستان ته مستقیمې الوتنې پیلوي
    راتلونکي مقاله سوریې له لبنان څخه د بشارالاسد رژیم د لوړپوړو افسرانو د ورسپارلو غوښتنه کړې

    مربوطه لیکنې

    کاپي پېسټ حکمراني؛ کله چې د اټومي هېواد واک د پردیو په لاس کې وي

    8 اپریل 2026

    مخالفين د بې اتفاقۍ له ژور بحران سره مخ دي

    8 اپریل 2026

    د ولس غوښتنې او په وړاندې یې د مخالفو ډلو سیاستونه

    7 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 11 اپریل 2026

    چين په راتلونکو څو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیسټمونه ورکوي

    سي این این امريکايي رسنۍ د خپلو باخبره استخباراتي سرچینو له قوله ويلي، چین چمتووالی…

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې ۲۰ پاکستاني کومانډویان هلاک او ټپیان کړي

    11 اپریل 2026

    پر پاکستاني رژیم د مذاکراتي پلاوو بې‌باوري؛ چین، روسیه، قطر، او سعودي د شاهدانو په توګه اسلام‌ اباد ته بلل شوي

    11 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    چين په راتلونکو څو اوونيو کې ايران ته د هوايي دفاع نوي پرمختللي سیسټمونه ورکوي

    11 اپریل 2026

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې ۲۰ پاکستاني کومانډویان هلاک او ټپیان کړي

    11 اپریل 2026

    پر پاکستاني رژیم د مذاکراتي پلاوو بې‌باوري؛ چین، روسیه، قطر، او سعودي د شاهدانو په توګه اسلام‌ اباد ته بلل شوي

    11 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،173 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.