د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي ذبیح الله امیري ویلي، تېر کال څه د پاسه سل زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د بدخشان ولايت له تاريخي سیمو او منظرو څخه لېدنه کړې ده.
د ښاغلي امیري په وینا؛ له دغو سیلانیانو ډېره برخه د پامیر او هلته د شتهوو جهیلونو او په بد خشان ولایت کې د بېلابېلو تاریخي سیمو لیدنې ته ورغلي دي.
بدخشان د افغانستان له شمال ختیځو ولایتونو څخه دی چې د ښکلي طبیعت او زړه راښکونکو منظرو په درلودلو سره، په ځانګړي ډول د مني په موسم کې د زرګونه سيلانیانو پام ځانته اړوي.
د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بيا ځل ستنېدو وروسته په ټول هېواد کې عامه امنیتي حالت ښه شوی، چې دې چارې هېواد ته د زرګونه بهرنیو سیلانیانو پام را اړولی دی.