د ریاست الوزراء له اقتصادي معاونيت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې: د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر اخوند د لایف پرل درملو تولیدي فابریکې د پرانېستي مراسمو کې ویلي، د فابریکو زیاتېدل به د هېواد له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي او بېکاري به ورسره کمه شي.
خبر پاڼه همدا رنګه زياتوي چې: ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، د درملو تولیدي فابریکو سره به باکیفیته درملو ته د هېوادوالو لاسرسی زیات او د بې کیفیته وارداتي درملو مخنیوی به وشي.
همدا رنګه اقتصادي مرستیال د تولیدي فابریکو له مسئولینو غوښتي چې د هېواد اړتیاوې دې په پام کې ونیسي او په نړېوالو معیارونو برابر تولیدات دې وکړي.