برتانوي ورځپاڼې “ډېلي ایکسپریس” خبر ورکړی، چې د پاکستان پوځ باید سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر احتمالي راستنېدو مخکې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان ازاد کړي.
دغې رسنۍ ټینګار کړی چې د عمران خان په خوشې کولو کې هر ډول ځنډ به ناوړه پایلې ولري.
ياده رسني ليکي له واک څخه د عمران خان لرې کول او وروسته زندان ته د یوې مشهورې سیاسي څهرې لېږلو ته د چوپتیا د یوې هڅې په سترګه کتل کېږي، دا چې پاکستان دا مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی نو له سترو قدرتونو سره د اړیکو ساتلو ته اړتیا لري.
د يادونې وړ ده چې د عمران خان او ډونالډ ټرمپ نږدې اړیکو ته په پام سره سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ راتګ د دواړو هېوادونو تر منځ د بهرنیو اړیکو په ښه کولو کې مرسته کولی شي.