شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د بریتانیا حکومت اوکراین ته د درې میلیارده ډالرو د پور د ورکړې ژمنه کړې.راپورونه وایي، چې د دغو پیسو د ورکړې هوکړه پرون د بریتانیا د مالیې وزیرې له لوري لاسلیک شوې او ټاکل شوې ده، چې دغه پور د روسیې کنګل شویو شتمنیو له ګټې ادا شي. دغه پیسې به د اوکراین پر دفاعي برخې او په تېره بیا د وسلو پر تولید ولګول شي.د یادونې وړ ده، چې زیلینسکي له ټرمپ سره تر ناندریزې کتنې وروسته بریتانیا ته ولاړ، چې هلته ترې تود هرکلی وشو.