د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د هرات د نورالجهاد سبسټېشن چارې د بشپړېدو او پرانیستلو په تړاو یې له ترکمنستاني پلاوي سره گډه ناسته کړې ده.
له یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه او د ترکمنستان پلاوي ترمنځ د هرات نورالجهاد سبسټېشن پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو او د نوموړي سبسټېشن د فعالېدو او پرانیستلو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس عبدالرحمن رحماني په دې غونډه کې ویلي، اوسمهال د نورالجهاد سب سټېشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي مسئایلو تر حل کېدو وروسته نوموړی سبسټېشن فعال او گټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې ناسته کې د ترکمنستان د نړیوالو پروژو رئیس مراد ارتیکوف ویلي، چې د نورالجهاد سبسټېشن چارې د دواړو لورو ترمنځ په ښې همغږۍ تر سره شوي او ډېر ژر به بشپړې شي. :«ټاکل شوې د تجهیزاتو او نورو تخنیکي مسئایلو پروتوکول هم د راتلونکو ورځو کې د دواړو خواو له لوري تائید او وروستی شي.»
د نورالجهاد سبسټېشن پروژې په پرانیستلو سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا کچه لوړه او یاد ولایت کې به زرگونه نوي پېرودونکي د برېښنا له انرژۍ څخه برخمن شي.
د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت ۱۲۵مېگاولټ امپایره دی، چې د هرات برېښنا ظرفیت به د ۱۱۰ کیلوولټ څخه ۲۲۰ کیلوولټ ته لوړ، د ضایعاتو کچه را ټېټه او همداراز د برېښنا انرژۍ جذب ظرفیت به ډېروالی ومومي.
د دې سبسټېشن چارې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لگښت، د ترکمن انرگو قراردادي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.