Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»برېښنا شرکت: د وروستیو اورښتونو له امله په افغانستان کې د برېښنا تولید زیات شوی دی
    افغانستان

    برېښنا شرکت: د وروستیو اورښتونو له امله په افغانستان کې د برېښنا تولید زیات شوی دی

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش15 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې د وروستیو اورښتونو له امله د نغلو، سروبي او ماهیپر بندونو د برېښنا په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

    دغه شرکت د دو شنبې ورځ د حمل په ۲۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو څو ورځو اورښتونو له امله د برېښنا په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

    په اعلامیه کې راغلي: ” د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په نغلو، سروبي او ماهیپر برېښنا بندونو کې ١٣٦٠ میګاواټه برېښنا زیاته شوې ده”

    د تېرو درې ورځو را پدیخوا په ټول هېواد کې پرله پسې اورښتونه شوي دي، چې په ځینو ولایتونو کې سخت سیلابونه هم راوتلي دي.

    بل لور ته راپورونه وایي، چې په فراه ولایت کې د سیلابونو له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

    یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د تېرو دوو ورځو راپدیخوا په فراه ولایت کې د سیلابونو له امله درې تنو خپل ژوند بایللی دی.

    د سرچینو پر وینا، د فراه ولایت د مرکز اړوند د نوبهار سیمې دوه تنه اوسېدونکي، چې د میلې لپاره “پشترود” ولسوالۍ ته تللي و، د سیلابونو د راوتلو له امله یې ژوند بایللی.

    همداراز ویل شوي، چې یو ماشوم هم د همدې ولایت د “چمن” ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سیلاب د راوتلو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

    د دې ور اخوا رسنیو ویلي، چې د سمنګان ـ بلخ لویه لار هم د سیلابونو د راوتلو او غر ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

    همدا راز په کندهار، هلمند او بادغیس کې درې تنه د تندر لوېدو پېښه کې وژل شوي او د څلورو نورو د ټپي کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

    د وروستیو څو ورځو اورښتونو او سیلابونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زیانونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

    یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د درې ورځو پر له پسې اورښتونو له امله د اوبو کچه زیاته شوې، سیلابونه راوتلي او خلکو ته یې سخت مالي زیانونه اړولي دي.

    د راپورونو پر اساس ویل شوي، چې د ځینو ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو لارې هم د اورښتونو او سیلابونو له امله له مرکزونو سره تړل شوي دي.

    مخکینۍ مقالهپاکستان: د تندر لوېدو په پېښه کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی
    راتلونکي مقاله ټولگټو وزارت: د هېواد ډېری لویې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي

    مربوطه لیکنې

    کابل کې د BM-40 دستګاه کشف شوي راکټونه دفاعي ځواکونو ته وسپارل شو

    1 فبروري 2026

    ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    1 فبروري 2026

    هرات کې د افغان او ترکمنستاني چارواکو ترمنځ په لوړه کچه لیدنه پلان شوې

    1 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 فبروري 2026

    کابل کې د BM-40 دستګاه کشف شوي راکټونه دفاعي ځواکونو ته وسپارل شو

    د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مطبوعاتي دفتر وایي، د کابل خاکجبار ولسوال په «زاڼغوزي» سیمه…

    د ترکیې لویدیځ کې ترافیکي پېښې ۳۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    1 فبروري 2026

    د ترکیې لویدیځ کې ترافیکي پېښې ۳۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    1 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    کابل کې د BM-40 دستګاه کشف شوي راکټونه دفاعي ځواکونو ته وسپارل شو

    1 فبروري 2026

    د ترکیې لویدیځ کې ترافیکي پېښې ۳۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    1 فبروري 2026

    د ترکیې لویدیځ کې ترافیکي پېښې ۳۴ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    1 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.