د افغانستان برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، له پخوانيو سیاسیونو او زورواکو څخه یې شاوخوا ۳۲۲ میلیونه افغانۍ د برېښنا لګښت پيسې راټولې کړې دي.
یاد شرکت په ورته وخت کې، هغو خلکو ته چې له برېښنا څخه پوروړي دي او د دې توان نه لري، چې د پور ټولې پيسې پر یو ځل تحویل کړي نو يې ورته د قسطونو زمینه هم برابره کړې ده.
د یادونې وړ ده چې په تېر جمهوري حکومت کې زورواکو او حکومتي چارواکو د برېښنا پیسې په خپل وخت نه تحویلولې او له دې درکه له دغه شرکت څخه سلګونه میلیونونه افغانۍ پوروړي وو.