Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»برېښنا شرکت: پرو سږکال یې ټولو گاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا پورونه ورکړي دي
    افغانستان

    برېښنا شرکت: پرو سږکال یې ټولو گاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا پورونه ورکړي دي

    صابر افغانصابر افغان7 مې 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو نن په کابل کې د حکومت او اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې په تېر یوه کال کې، له گاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او د برېښنا تولید کورنیو شرکتونو ته د برېښنا پېر له درکه ټول پورونه ورکړل شوي دي.

    د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس عبدالرحمن رحماني، په دې خبري ناسته کې وویل: د بلخ، چمتال ولسوالۍ سب سټېشن د رغولو چارې د ۶۸ مېلیونه افغانیو په لگښت بشپړې شوې او نږدې ۱۲۰۰ پېرودونکي له برېښنا څخه برخمن شوي دي.

    دغه راز، د شبرغان – دشت الوان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د پاتې چارو او دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو هوکړه د افغانستان برېښنا شرکت او د افغان انوېست شرکت ترمنځ لاسلیک شوې چې په بشپړېدو سره به یې سلگونه زره پېرودونکو ته برېښنا ورسېږي.

    نوموړي وویل، د غزني – کندهار ۲۲۰کیلوولټ لېږدونکي برېښنا مزي پروژې د پاتې چارو پیلول، د ارغندي- غزني ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د سرکټ رغول، د نورالجهاد سب سټیشن د ډیزاین، جوړولو او نصب چارو پیلول، د پنجشیر د پارندې برېښنا بند د رغولو چارو پیلول، د میدان وردگو د چک او کونړ د ماڼوگي برېښنا بندونو د پاتې چارو پیلول، د سروبي برېښنا بند د جنراتور ترمیم او د اسعد آباد برېښنا فابریکې د رغونې چارو بشپړېدل، په تېر کال کې د برېښنا شرکت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.: «د پرو سږکال پر مهال د میوند ولسوالۍ د برېښنا شبکې او د غزني د ۱۴ پایې ټرانسفرمرونو چارې بشپړې شوي، چې له امله یې په ټولیز ډول ۸ زره پېرودونکو ته برېښنا رسېدلې ده. همدارنگه له عسقلان څخه تر کندوز هوایي ډگر پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا او د کابل له ارغندې څخه تر لوگر، پکتیا او خوست سب سټېشن پورې د نوري فایبر مزي هم رغول شوي دي.»

    د رحماني په خبره، پرو سږکال د برېښنا رسونې په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۶۷ پایې استوگنېز ټرانسفرمرونه له شبکې سره نښلول شوي، چې په پایله کې یې ۲۸۳۴۴ پېرودونکي د برېښنا له نعمت څخه برخمن شوي دي.: «د کابل سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ۲۲.۷۵ مېگاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا تولید دستگاه د طرحې وروستي کول، د نورالجهاد له سب ستیشن څخه د هرات تر پل هاشمي سب ستیشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي مزي غځولو طرحې وروستي کول، د کابل د تره خېلو د ۴۰ مېگاواټو په ظرفیت او د ننگرهارحصار شاهي د ۴۰ مېگاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا تولید طرحې وروستي کول، په کندهار کې د لمریزې برېښنا ۸۰ مېگاواټه په ظرفیت د دستگاه جوړولو، هرات کې د بادي برېښنا ۲۰۰ مېگاواټه دستگاه جوړولو، بغلان کې د ‌ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید دستگاه جوړولو، هرات، پنجشېر، کونړ او بادغیس کې د نیمه کاره پروژو بشپړولو ته د پانگه‌الو لېوالتیا، د یاد شرکت له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.»

    په دې خبري ناسته کې نوموړي وویل، د برېښنا بېلونو سیستم کې ۴۸۰۰ مېټرونه ثبت شوي، ۴۱۵۶۱ انالوگ مېټرونه ډیجیټل ته تبدیل شوي، چې د ضایعاتو راټېټولو، شبکې اصلاح او د عوایدو کچې لوړوالو برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.:«په تېر یوه کال کې له گاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته د برېښنا پېر له درکه ټول پورونه ورکړل شوي دي، ازبېکستان ته ۸۶.۹ مېلیونه، تاجیکستان ته ۶۶.۱ مېلیونه، ترکمنستان ته ۳۶.۸ مېلیونه او ایران ته ۳۷.۷ مېلیونه امریکايي ډالر، دغه راز د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۴۳۲.۹ مېلیونه افغانۍ او ۱۷.۲ مېلیونه امریکايي ډالر ورکړل شوي دي.»

    د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، تېر کال کې د څه باندې ۳ مېلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د ۱۰۴ پروژو تړونونه لاسلیک شوي، د یو مېلیارد او ۱۷۱ مېلیونه افغانیو په لگښت د اجناسو ۲۶ پروژې او د ۶۵.۸ مېلیونه افغانیو په لگښت ۹ ساختماني پروژې پلې شوي دي.

    د افغانستان برېښنا شرکت باندې د جمهوریت د وخت مېلیونونه ډالر پور پاتې وو، چې اوس د برېښنا شرکت د هغه وخت پورونه ورکوي.

    مخکینۍ مقالهننگرهار سیمه‌ییز روغتون کې د دماغي تومور د یو مرگوني عملیات په بریالیتوب شوي
    راتلونکي مقاله بامیانو کې پرو سږکال ۵۳زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر…

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.