Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بشر حقوق که د نورو د څملولو له پاره د امریکا نرم ځواک.
    لیکني

    بشر حقوق که د نورو د څملولو له پاره د امریکا نرم ځواک.

    عمران آغاعمران آغا9 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    د ملګرو ملتونو د جوړېدو اصلي لامل په نړۍ کې د سولې او ثبات ټینګښت او د جګړو مخنیوی و؛ د ملګرو ملتونو له اوسني سازمان وړاندې د ملتونو ټولنه وه د جوړېدو یوه موخه یې د لومړۍ نړۍوالې جګړې په څیر د خونړیو جګړو مخنیوی و.

    دا د امریکا د هغه وخت د ولسمشر وډرو ویلسن په غوښتنه جوړه شوه، خو دا ټولنه و نه توانېده چې په نړۍ کې د نورو بحرانونو مخه ونیسي.
    دې ټولنې و نه کړای شول چې د دویمې نړۍوالې جګړې مخه ونیسي؛ د دې ټولنې د ناکامۍ یو مهم لامل د امریکا نه ملاتړ و.

    له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو اوسنی سازمان د هماغو موخو له پاره جوړ شو؛ دغه سازمان د نورو تر څنګ په نړۍ کې د بشر حقونو ملاتړ هم کوي.

    له ۲۰۰۶ وروسته د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمیټه د بشر حقونو په شورا بدله شوه؛ دغه شورا ۴۷ غړي لري چې د دریو کلونو له پاره ټاکل کیږي؛ امریکا د ملګرو ملتونو یو لوی بسپنه ورکوونکی هیواد دی؛ امریکا ځان په نړۍ کې د بشر حقونو او ډیموکراسۍ لوی ملاتړی او مبلغ هیواد ګڼي.

    په ملګرو ملتونو د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو نفوذ ډیر ژور دی؛ د امنیت شورا له پینځو څخه درې یې د یو لید لوري او په ډیرو برخو کې همنظره دي.

    امریکا، انګلستان او فرانسه د امنیت شورا دایمي غړي دي او د هیوادونو په برخلیک لوبې کولو له پاره هره وسله کاروي.

    د بشر حقوق او دیموکراسي د امریکا او لویدیځو هیوادونو نرم ځواک دی چې پر بنسټ یې دوی نورو هیوادونو سره دښمني کوي او هغه هیوادونه چې د دوی فرمایشات نه مني، نو د بشر له حقونو په سرغړونې او دیموکراسۍ په نه پلي کولو یې تورنوي.

    بشر حقوق او دیموکراسي د لویدیځو هیوادونو هغه دام دی چې آن د نړۍ د ځینو زورورو هیوادونو له پاره یې ږدي.

    بې وزله او په سیاسي، اقتصادي او نظامي لحاظ کمزوري هیوادونه په ډیرې اسانۍ په دغه دام کې نښلي او د خپلو ستونزو د حل له پاره د لویدیځو هیوادونو هر فرمایش ته غاړه ږدي او لویدیځ هیوادونه یې له مجبوریتونو څخه په ګټې اخیستنې خپل غلامان او د یو نیابتي هیواد په توګه یې د خپلو دښمنانو پر ضد کاروي.

    سره له دې چې افغانستان هم بې وزله او کمزوری هیواد دی، خو وروستیو دریو کلونو کې افغان حکومت د لویدیځ فرمایشاتو منلو په مقابل کې سخت او ټینګ دریځ نیولی دی او د خپلو ستونزو د حل له پاره یې بدیلو لارو ته مخه کړې ده.

    د افغانستان په څیر د درېیمې نړۍ هیوادونو ته په کار ده چې ستونزې وزغمي، خو د لویدیځ د نرم ځواک په دام کې راګیر نه شي او خپلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ په خپلواک ډول پر مخ یوسي او پرینږدي چې د بشر حقونو او دیموکراسۍ په نوم د امریکا او لویدیځ غلامي وکړي.

    مخکینۍ مقالههرات کې د لومړي ځل لپاره د زړه عملیاتو څانگه په یوه خصوصي روغتون کې جوړه شوې.
    راتلونکي مقاله د بشر حقوق د بشر پر وړاندې.

    مربوطه لیکنې

    له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه

    16 دسمبر 2025

    آیا د مخالفینو د ائتلاف غوښتنې شخصي دي که ملي؟

    16 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو د متزلزلو ائتلافونو چټک زوال

    14 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 17 دسمبر 2025

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    د تسنیم خبري آژانس د يو شمېر رسنۍ اسرائيلي رسنيو له قوله راپور ورکړی، چې…

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    حماس غورځنګ درې زره تازه دمي ځواکونه جذب کړي دي

    17 دسمبر 2025

    روان کال هېواد کې ۴۴۷ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوي

    17 دسمبر 2025

    بي‌اېل‌اې: جنګیالیو یې په جلا جلا بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.