Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بغاوت او مقاومت د څه لپاره؟بغاوت او مقاومت د چا لپاره؟
    لیکني

    بغاوت او مقاومت د څه لپاره؟بغاوت او مقاومت د چا لپاره؟

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش31 جنوري 2024۱ څرگندون4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليک: بلال عاکف

    مقاومت، بغاوت او سرکشي د څه لپاره؟ که د مقاومت هدف دا وي ترڅو له ننګرهاره تر هراته، او بيا له نيمروزه تر واخانه پورې په ټول هېواد کې سرتاسري امن، سوله او واحد نظام رامنځته شي، نو دا هغه څه دي چې موږ اوس وينو او عملا ېي مشاهده کوو، چې په هېواد کې له ختيځ نه تر لويديځه او بيا له سويل نه تر شماله پورې واحد نظام وجود لري، د انسان د سر او مال د عزت او حيثيت د خونديتوب لپاره دَ نظام عسکرو لاس تر نامه ولاړ دي… نو مقاومت او بغاوت د څه لپاره؟

    که دَ بغاوت او مقاومت هدف دا وي چې غلا، قتل، فساد، باجګيري، زورګويي، زورواکي، چورواکي، ختمه شي، نو دا هغه څه دي د طالبانو د راتګ سره سم هرڅه تري تم شول، نه اوس څوک دَ چا مال غصبوي، نه دَ چا ژوند ګواښي، نه باجيګيري شته، او نه هم د چورواکو د چور او تالان کېسې…
    نو بغاوت او مقاومت د څه لپاره ؟

    آیا موږ د مارشال(!) دوستم د بیا راتګ لپاره مقاومت وکړو؟ ترڅو یو سیمه ایزه آمپراطوري او فرعونیت حاکم کړي؟ ډلې ډلې بې ګناه انسانان د قومي تعصب پر اساس په شهادت ورسوي؟ د ملت په وينو یو نړیوال بیزنس روان کړي؟ ، ترڅو د ځان لپاره ځمکنۍ جنتونه(ماڼۍ) جوړې کړي، او ملت د تل لپاره د سوال په ګداۍ کینئ؟

    آیا موږ د حسیب قوای مرکز(ذال شار) لپاره مقاومت وکړو؟ ترڅو په ټول هېواد کې لنډغري، لوچکي، باجګري، بچه بازي، غلا، قتل، چور، چپاول، لواطت، زناء…… یوځل بیا رایج شي؟
    آیا موږ د احمد مسعود لپاره مقاومت وکړو؟ هغه احمد چ نه یې د افغانستان نوم مانه، نه یې افغاني هویت مانه؟ نه یې ملي بیرغ مانه؟ نه یې جمهوریت مانه؟ نه یې ملي سرود مانه؟ نه یې د افغاني ټولنې ملي ارزښتونه مانه؟ نن یې د بیا راتګ لپاره مقاومت وکړم؟ ولې؟
    آیا موږ د عطاء نور لپاره مقاومت وکړو؟ ترڅو په شمال کې یوځل بیا فرعونیت ریښې وځغلوي؟ آیا موږ د عطاءنور زامنو لپاره مقاومت وکړو چ دلته د غریب او بیچاره ملت د وینو په قیمت په فرانسه، لندن… کې د ځان لپاره په لکونه ډالر برانډ ساعتونه، براڼډ موټرونه،کالي…واخلي او دلته ملت له ولږې مړ کړي؟
    آیا موږ مقاومت د محقق؟، سیاف؟، رباني؟، ګیلاني؟، حکمتیار؟، مجددي؟، خليلي؟، دانش؟، مسلمیار؟، ظاهر قدیر؟، تره خیل؟، الله ګل مجاهد؟، همایون همایون؟،…. لپاره مقاومت وکړو؟

    د ولس لپاره دَ بقا او هوساينې لپاره دا لاره نه ده چې شاوخوا درې کاله له هېواد څخه تېښته وکړې او بيا صحنې ته دَ بل چا په اوږو سپور راشې او ددې ملت د بقاﺀ او ژغورونۍ په دروغژن شعار ولس يو ځل بيا دَ هلاکت او بدبختۍ کندې ته ور ټېل وهه.

    جالېبه او عميق دردونکې داده چې ټول پخواني مفسدين او چورواکان د روان وضعيت حل لاره مازي جګړه او ويجاړي بولي، که د ملت بقاﺀ او ژغورنه د ملت په وينو، جګړو او ويجاړيو کې وي، اوس بايد افغانستان دَ نړۍ د زبرځواکه هېوادونو په لومړي قطار کې واى، ځکه موږ دلته د بدو جګړو سره نسلونه را لوي او مړه کړل، او اوس هم يو شمېر خلک شته چ ددې جګړې د لا دوام په خاطر هڅه کوي تر څو د خپلو شخصي غوښتنو په موخه نسلونه قرباني کړي… خو ماته بيا ترټولو دردونکې داده دوى لپاره دَ ولس وينو تويولو پرته بله لاره نشته، دوى کې هيچا د ولس ساتنې، هوساينې، لوږې او فقر ختمولو طرحه نلري، دوى به د ولس لپاره طرحه څه وکړي؟ تېر شل کاله دوى څه وکړل؟ همدا چې د ولس په قربانيو او وينو يې ګرم بازار ساتلى ؤ، او د وينو يې يو نړيوال بازار رامنځته کړى ؤ.

    هغوى چې ددې نظام پر وړاندې بغاوت او مقاومت کوي، دا يې حللاره نه ده، راشئ، په يو ټغر د اسلام تر چتر لاندې راټول شئ، بغاوت، مقاومت او جګړه ددې ولس او ملت په خېر نه دى، د ولس لپاره د کار او خدمت کولو بهترين وخت دى، راشئ د اسلامي نظام څخه ملاتړ وکړئ، ترڅو دَ خداى او د ولس حق اداﺀ شي.

    مخکینۍ مقالهشمالي ټلواله څه غواړي
    راتلونکي مقاله افغانستان او اغتشاشونه

    مربوطه لیکنې

    د امن او ثبات اختر؛ د قربانیو ثمره او د سوکالۍ هیله

    9 جون 2025

    شر غوښتونکي مخالفین؛ امن او باثباته افغانستان لار ورکي کړي دي

    7 جون 2025

    په غزه کې د نسل وژنې پر وړاندې د افغانانو غږ

    30 مې 2025

    ۱ څرگندون

    1. حاجی نعمت on 9 فبروري 2024 9:01 AM

      عمر بن عبدالعزیز رحمه الله خلافت په دور کښی والی خراسان یعنی هغه وخت افغانستان نوم نه و اواکثرمناطق دایران تاجکستان ازبکستان اوترکمنستان وغیره نوم خراسان و افغانستان بیاورسته نومولی شوی . نودخراسان والی دعمربن عبدالعزیزنه دخراسان رعيت اصلاح لپاره دزور اودعنوة استعمالواجازی مطالبه وکړه او ورته وویل: دخراسان خلق دسوټی پرته نه اصلاح کیږی اجازه وکړه چی دزورنه کارواخلم هغه ورته ځواب کی وویل :کذبت بل یصلحهم العدل.
      ګران معزز ورور پخوا جمهوریت هم دینی علماء وته تروریست وحشت اچونکی نومونه اودپاکستان اوایران جاسوسان ایښودلوسره ډیر شهیدان کړه اخرنتیجه څه شو؟ نن ته پدغه امتحان کی ګیر یی ته علما تحصیل کرده خلق متخصصین دیاغی اوباغی خوارج په نوم مه وژنه متوکل سلفی مولا و امیرمحمدکابلی صوفی مولا و انصاری حنفی مولا و سردارولی سلفی مولا و لس ګونه نور شهیدان ‘دادی ولی ووژل ؟ ته ځان ته برائت نشی ورکولی چی ماندی وژلی ځکه ته حکومت یی ددینی علماء درعیت ساتنه ستامسئولیت ده .
      ولی ۲۷ وزیران صرف دیوقوم نه دی؟ ولی امام المسلمین ولی دروازه درعیت پرمخ ټړلی ده ؟ شروتعین امام دنسفی کتاب وګوره ؟ دستونزی نور ستونزی زیږوی . المصیبة تولدالمصیبة

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 10 جون 2025

    بلوچستان کې په یوه وسله‌واله نښته کې ۱۱ پاکستاني عسکر وژل شوي

    د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې، د بلوچستان ایالت په نوشکې سيمه کې د پاکستاني…

    اسرائیلي رسنۍ: د ایران پر اټومي تأسیساتو د برید چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی

    10 جون 2025

    د ایران او امریکا ترمنځ شپږم پړاو مذاکرات عمان کې ترسره کېږي

    10 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوچستان کې په یوه وسله‌واله نښته کې ۱۱ پاکستاني عسکر وژل شوي

    10 جون 2025

    اسرائیلي رسنۍ: د ایران پر اټومي تأسیساتو د برید چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی

    10 جون 2025

    د ایران او امریکا ترمنځ شپږم پړاو مذاکرات عمان کې ترسره کېږي

    10 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،884 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،875 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.