المرصاد نشراتي ادارې په خپل تازه خپاره کړي خبر کې ويلي چې، امنیتي ځواکونو د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې هغه داعشیان له منځه وړي چې تېره مياشت یې بغلان کې د احمد جاوید سيرت په نوم يو امنيتي سرتېری په شهادت رسولی وو او وسله یې ترې وړې وه.
سرچينې زياته کړې چې، له قتل شویو داعشيانو هغه وسله هم امنیتي ځواکونو نیولې چې له شهید څخه یې غلا کړې وه او بیا یې د خپلې رسمي مجلې النباء په ۴۷۹یمه ګڼه کې انځور خپور کړی و.
ياده دې وي چې، په وروستيو څو مياشتو کې امنيتي ځواکونو د هېواد په ګڼ شمېر ولايتونو کې د داعش ډلې پر ضد پراخ عمليات ترسره کړل چې ياده ډله یې تر بل هر وخت کمزورې کړې ده.