د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د موزیم ریاست، لرغون پیژندنې ریاست او تاریخي ابداتو ریاست سره په ګډه د تاریخي سیمو او د سېلابونو له امله د زیانمنو شوو سیمو د سروې پر مهال ۸ نوې تاریخي او کلتوري سیمې په دغه ولایت کې کشف کړې.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي، چې دغه ۸ سیمې د دې ولایت په برکې، نهرین، دهصلاح، پلحصار، مرکزي بغلان او دهنه غوري سیمو کې کشف شوي چې سمڅې، قلعې او غونډۍ پکې شاملې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې کشف شویو سیمو لرغونتوب په باختري زمانې پورې او ځینو نورو یې په کوشاني زمانې پورې تړاو لري.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لرغون پوهانو په برکې، جلګې، نهرین، دهصلاح، پلحصار، بنو، دوشي، پلخمري، ډنډغوري، دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې له ۳۰ لرغونو او کلتوري سیمو څخه لیدنه هم ترسره کړه.