د مزارشریف ښار په شهرنو سیمه کې پر شپیته جریبه ځمکه د ازبیکستان په مالي ملاتړ یوه مدرسه جوړېږي.
مزارشریف کې د ازبیکستان سرکونسل وايي، د دغې مدرسې پر جوړولو ۶ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي او د زر تنه زده کوونکو د ځایولو وړتیا به لري.
هغه زیاته کړه، “موږ دغې پروژې لپاره یو کال په پام کې نیولی دی چې تر راتلونکي یو کاله دغه پروژه بشپړیږي.”
د بلخ سیمهییز مسوولین او یو شمېر زده کوونکي د ازبیکستان له لوري د دغې مدرسې جوړولو ته خوشاله دي او وايي، ورځ تر بلې د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی پياوړی کېږي.
دوی د مدرسې جوړول دغه راز د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام ګڼي.
د بلخ د والي مرستیال نور الهادي ابو ادریس ويلي، “دا د اسلامي امت همغږي ښیي. د مسلمانانو ترمنځ یووالی ورځ په ورځ پیاوړی کیږي.”
مزارشریف کې د ازبیکستان سرکونسل له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا ډاډ ورکوي او زیاتوي چې ډېر ژر به افغانانو ته د دغه هېواد تحصیلي او سوداګریزې ویزو ورکړه بېرته پیل شي.