کورنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې؛ د بلخ ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۷۴۰ تنه پولیس له مسلکي او عقیدوي زدهکړو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د معلوماتو له مخې په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت او بلخ ولایتي ادارې ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی و.
دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لوی قومندان پاسوال محمد موسی فاروق په خپلې وینا کې، د پولیسو پر مسلکیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د پولیسو مسلکیتوب یې له لومړیتوبونو څخه دی.