د بلخ ولایت مقام وياند حاجي زيد وايي د ياد ولايت په مقام کې د چین هیواد يو سوداګر وانګ فیکي مسلمان شو او اسلامي نوم یې عبدالله محمد ونومول شو.
د ښاغلي زيد په خبره عبدالله محمد چې غواړي بلخ ولایت کې د اسلامي امارت سره په یوشمېر تولیدي فابرېکو جوړلو کې همکاري وکړي تازه یې په بلخ ولایت مقام کې د یو مجلس په ترڅ کې د اسلامي امارت تر قیادت لاندې ووېلې او د اسلام په مبارک دین مشرف شو.
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په ميدان وردګو کې هم يو بهرنی سيلاني د چک پاينټ د امنيتي ځواکونو د اسلامي اخلاقو نه په متاثره کېدو اسلام قبول کړ.