Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»بلوڅ ازادي غوښتونکو د خپلو وروستیو جګړییزو عملیاتو جزیات رسنیز کړل
    سیمه

    بلوڅ ازادي غوښتونکو د خپلو وروستیو جګړییزو عملیاتو جزیات رسنیز کړل

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش3 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بلوڅو ازادي غوښتونکو له لوري د بلوچستان د بولان درې په ګڼو سیمو د سختو جګړییزو عملیاتو له پای ۲۴ ساعته وروسته، جزییات رسنیز کړل.

    د بلوڅ ازادي غوښتونکو غورځنګ ویاند جنید بلوڅ رسنیو ته په استولې اعلامیه کې لیکلي، چې د بلوچستان د بولان درې په وروستیو جګړییزو عملیاتو کې يې نږدې ۸۰ کيلو متره خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه او د بلوچستان زیاته برخه يې دوه ورځې سقوط کړې وه.

    په اعلامیه کې د بلوڅ له قوله لیکل شویدي: « په دغو عملیاتو کې، چې دوه ورځې يې دوام وکړ، د بلوڅو ازادي غوښتونکو غورځنګ ۳۸۵ سرتېرو او ۱۲ له ځانه تېر بریدګرو برخه اخېستې وه؛ عملیاتو کې د کومانډو، استخباراتو او اطلاعاتي برخو مامورین هم شامل وو. د خپلو پراخو بریدونو په پایله کې مو د یو شمېر لوړ رتبه افسرانو په شمول ۷۸ پاکستاني سرتېري ووژل او لسګونه مو نور ټپیان کړل. ۸۰ کیلو متره خاوره مو تر ولکې لاندې راوستې وه او له عملیاتو وروسته بېرته خپلو سیمو ته ستانه شو»

    جنېد همدا راز د بولان درې په وروستیو عملیاتو کې د خپلو ۱۳ سرتېرو وژل کېدل او د یو شمېر نورو ټپي کېدل هم تایید کړي دي.

    پاکستاني رسنیو بیا د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی دی، چې د بولان درې په بریدونو کې یوازې ۵ عسکر وژل شوي دي او د بلوڅو ازادي غوښتوونکو بریدونه یې په شا تمبولي دي.

    د بلوڅو ازادي غوښتونکو غورځنګ ویاند جنید بلوڅ وایي، چې د بلوچستان د بولان درې عملیاتو دوه ستر اهداف درلودل او مونږ په دې اړه د پاکستان حکومت ته ښکاره پیغام ورساوه.

    د بلوڅ په خبره: «یو هدف مو دا و، چې د پاکستان حکومت ته دا پیغام ورسوو، چې مونږ د هرې برخې او هر ښار د نیولو بشپړه وړتیا لرو؛ بل هدف مو دا و، چې د پاکستان پوځ د هېڅ ډول رحم وړ نه دی، ځکه دوی بلوچستان اشغال کړی دی او مونږ يې د ازادۍ مبارزه کوو.»

    د راپورونو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بلوچستان ایالات په بېلابېلو سیمو کې په پاکستاني عسکرو، ټاکنیزو کمپاینونو او د معدن په شرکتونو ۳۴ بریدونه شویدي، چې ګڼ شمېر خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

    مخکینۍ مقالهپه کینیا کې اورلګېدنې درې کسان وژلي او تر ۲۷۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي
    راتلونکي مقاله په کابل کې د ځمکتلي مارکېټ د جوړولو چارې پيل شوې

    مربوطه لیکنې

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    د ایران په قم او خوزستان ولایتونو کې ۷۶ کسان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي

    21 جون 2025

    اسرائیلو اصفهان کې د ایران پر اټومي تأسيساتو هوایي برید کړی

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جون 2025

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    د ايران بالعربية رسنۍ د راپور له مخې د ايران د مذهبي مشر خامنه‌ ای…

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خامنه ای سلاکار: د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر اسرائيل ته جاسوسي کړې

    21 جون 2025

    په ننګرهار زندان کې ۱۱۰ بندیانو د قران کریم حفظ بشپړ کړ

    21 جون 2025

    د کرنې وزارت سرپرست د روسیې ۲۰۲۵ کال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې له روسي پانګوالو سره کتلي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.