بي ایل اې يا بلوڅ بېلتون پالو وسلهوالې ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د پاکستاني حکومت له لوري د جنګي اسیرانو تبادلې وړاندیز ردولو او د پوځ د عملیاتو له امله یې ۵۰ نور پوځيان هم وژلي دي.
بلوڅ بېلتون پال وايي، پاکستاني پوځيان یې يو ساعت وړاندې له هغې وروسته ووژل چې د پاکستاني حکومت له لوري یې د تبادلې وړانديز ونه منل شو او پراخ پوځي عمليات یې پيل کړل.
د اعلاميې پر بنسټ پاکستاني پوځيان د بلوڅانو د ملي محکمې لخوا د بلوڅانو د نسلوژنې، جبري تري تم کېدو، د منابعو د غلا، د دولتي ترهګرۍ، او جګړهیيزو جرمونو په تور مجرم ګڼل شوي وو او له هغې وروسته ووژل شول.
ياده دې وي چې بلوڅ بېلتون پالو په جعفر ایکسپریس اورګاډي کې د پوځيانو له نيولو وروسته تر دې وړاندې، تېره شپه د پاکستاني ډرون برید په غبرګون کې ۱۰ پوځيان ووژل، همدا راز یې د نننۍ جګړې پر مهال ۱۰ نور، او پرون ۳۰ پاکستاني عسکر وژلي چې له دې سره، د ټولو وژل شويو پاکستاني پوځيانو شمېر له ۱۰۰ تنو واوښت او اوس هم شاوخوا ۱۵۰ نور پوځيان د دوی په ولکه کې دي.
بلوڅ بېلتون پالو دغه راز پاکستاني حکومت ته پيغام ورکړی چې که چېرته د نورو عملياتو اقدام وکړي او يا د تبادلې وړانديز ونه مني نو پاتې پوځيان به هم ووژني.