بلوڅ بېلتون پالو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې وسله والو یې بلوچستان ولايت کې په پاکستاني پوځيانو بريد کړی او درنه مرګژوبله یې وراړولې ده.
د سرچينې په خبره بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان په شعبان سیمه کې د پاکستاني پوځيانو په څو پوستو او وسايطو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۵ پوځيان وژل شوي، لس نور ټپيان دي او وسلې یې هم ترې نيولې دي.