
د بلوڅ وسله والو اړوند نشراتي ادرس اشوب، د دوی د تېرې مارچ میاشتې د بريدونو په اړه يو تفصيلي انفوګرافيک خپور کړی او ويلي یې دي، چې جنیګالیو یې په ۳۹ بريدونو کې د پاکستان بېلابېلو ادارو ۳۰ تنه وژلي او ۷ نور یې ټپيان کړي دي.
په يادو بريدونو کې د پاکستاني رژيم د پوځ او پوليسو اړوند پوستې، نظامي مرکزونه، د استخباراتي ادارو دفترونه او د کانونو د استخراج کمپنۍ شاملې دي.
بلوڅ وسله والو ویلي، چې په يادو بريدونو کې یې همداراز د پوځ او پوليسو نقلیه وسایط او ګڼ شمېر تاسيسات هم ويجاړ کړي دي.

