د بلوڅ لېبرېشن ارمي (BLA) وسلهوالې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، وسلهوالو یې پرون د بلوچستان ايالت «تربت» ولسوالۍ کې د «زراب» استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پر هغو اوو بسونو چې له کراچۍ څخه يې بلوچستان ته پوځيان لېږدول، سرتېری بريد ترسره کړی.
د یادې ډلې د معلوماتو له مخې په دغه سرتېري بريد کې د استخباراتي افسرانو په ګډون ۴۷ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې (BLA) وسلهواله ډله د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې فعاله ده او وخت ناوخت د پاکستان پر پوځي او امنیتي ادارو مرګوني بریدونه کوي.