په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د بلوچستان په دوکۍ ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د وژل شویو ٧ افغان کارګرو جسدونه په کوئټه کې د افغان کونسلګرۍ په هڅو د دوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په وژل شویو کې درې تنه په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وو او جسدونه یې هلته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي او څلور تنه نور د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې جسدونه يې د چمن، بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي او کورنيو ته يې سپارل شوي دي.
د افغانستان سفارت په یوه بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.